ads

په کونړ کې د قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې

د کونړ ولایتي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یې پاکستان ته د قیمتي ډبرو د قاچاق د مخنیوي ترڅنګ د کانونو د غیر مسلکي استخراج مخه هم نیولې ده.

جان اغا صالح
22 غویی 1401
په کونړ کې د قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې

د دغه ولایت د کانونو رییس صدیق الله عادل کلید ته وویل، په کونړ کې یې د معدنونو د استخراج د قراردادونو په برخه کې اسانتیاوې هم برابرې کړې دي.
نوموړی کونړ ولایت د کانونو او قیمتي ډبرو په برخه کې غني ولایت یادوي او وایي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د هېواد ملي شتمني په خپل سري ډول استخراج او یا یې قاچاق کړي.
عادل زیاته کړه:
«له کله راهیسې چې اسلامي امارت واک ته رسیدلی دی، په کونړ ولایت کې د کانونو په خپلسري ډول استخراج او همدارنګه کومې قیمتي ډبرې چې پخوا به پاکستان ته قاچاق کېدلې، مخنیوی شوی دی.
د کانونو داستخراج د قراردادونو په برخه کې اسانتیاوې هم برابرې شوې، همدارنګه لا هڅه کې یو چې دلته په قانوني ډول کانونه استخراج شي او خلکو ته کار پیدا شي.»
د دغه ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ په «چیچن دره» کې د عبید نوري په نامه یو خصوصي شرکت ته د نفرایټو کان په قرارداد ورکړل شوی.
د یاد شرکت یو مسول انجینر خدمتګار وایي، د یاد کان په استراج سره به د سیمې سلګونه خلکو ته د کار زمینه برابره شي او همدارنګه به له دې طریقه هر کال د حکومت خزانې ته شاوخوا يو ميليارد افغانۍ عوايد هم جمع شي.
خدمتګار زیاتوي:
«کوم د نفرایټو کان چې اوسمهال موږ ته په قرارداد راکړل شوی، د دې کان په استخراج سره به دلته سلګونه ځایي خلکو ته د کار زمینه برابره شي اوهمدارنګه د دولت خزانې ته به زیات عواید هم په لاس ورشی، نو غوښتنه کوو چې باید دا ډول کانونه په قانوني ډول اسختراج شي.»
د کونړ ځایي خلک هم په دغه ولایت کې د کانونو په مسلکي ډول استخراج ته خوښ دي او له حکومت غوښتنه کوي چې په دې برخه کې دې سوداګر پانګونې ته وهڅوي.
د کونړ یو قومي مشر حفیظ الله مومند وویل:
«کوم کانونه چې اوسمهال په کونړ کې استخراج کېږي، ټول ولس ورته خوشاله دی، ځکه هر چا ته په کې د کار زمینه برابرېږي او همدارنګه له حکومت غواړو چې دې برخې ته پاملرنه زیاته کړي او هم باید په دې برخه کې ملي سوداګر پانګونې وهڅوي تر څو دا کانونو استخراج شي.»
د کونړ ولايت د چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه ولايت کې د قيمتي ډبرو او کانونو شپږ بلاکونه شامل دي، چې دوه يې په قراداد ورکړل شوي دي او پاتې څلور يې هم دوطلبۍ ته وړاندې شوي دي؛ چې ژر به یې چارې پیل او ګڼو کسانو ته به پکې د کار کولو زمينه برابره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA