د دغه وزارت ویاند مرستیال بسمالله حبیب له کلید سره په خبرو کې وویل، هره ورځ هڅه کوي چې د هېوادوالو د امنیت په موخه جدي او کلک ګامونه پورته کړي.
نوموړي زیاته کړه، دوی لا هم هڅه کوي چې د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې د خلکو د سر او مال امنیت خوندي کړي.
«موږ هره شیبه هڅه کوو چې د هېوادوالو د امنیت لپاره کار وکړو. لکه څنګه چې وایي، پولیس د خلکو په خدمت کې دي، هماغه ډول زوړورو پولیسو د اختر په شپو ورځو کې رخصتي ونه کړه او د خلکو د امنیت په موخه یې هڅې وکړې، ترڅو هېوادوال په ارامه فضا کې خپل اختر ونمانځي.»
د پوځي چارو شنونکی جنرال طاهر یرغل بیا وایي، په هېواد کې وروستۍ چاودنې لامل شوې چې حکومت په امنیتي تدابیرو له سره غور وکړي.
د نوموړي په خبره، حکومت باید هره شیبه امنیتي وضعیت جدي وګڼي او پرې نږدي چې هېواد یو ځل بیا د چاودنو او وژنو شاهد اوسي.
«وروستیو امنیتي پېښو حکومت ته یو ډول پیغام ورکړ چې دوی باید کلک امنیتي تدابیر ونیسي. زه فکر کوم.»
منصور د کابل ښار اوسیدونکی دی. نوموړی وایي، د تېرو کلونو په پرتله دا ځل په اختر کې امنیت ښه و، خو په خبره یې اسلامي امارت باید نور هم هڅه وکړي چې د هېواد امنیتي وضعیت لا ښه کړي.
«اسلامي امارت باید د امنیت په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي ځکه د ټولو هېوادوالو همدا یوه غوښتنه ده چې په هېواد کې امنیت اوسي. موږ له دوی غواړو چې لا ډېرې هڅې وکړي.»
اسلامي امارت داسې مهال په هېواد کې د کلکو او ځانګړو امنیتي تدابیر په تړاو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې چادونې وشوې چې له امله یې ګڼو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ