ads

د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۲پېښې ثبت شوې

د رسنیزو بنسټونو او خبریالانو فدراسیون په هېواد کې د خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، په مارچ میاشت کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۲ پېښې ثبت شوې چې یوه یې تهدید او پاتې نورې یې د لنډ وخت لپاره د خبریالانو نیول او بندي کول وو.

فضل هادي حمیدي
10 وری 1401
د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۲پېښې ثبت شوې

د یاد فدراسیون غړي میرعلي اصغر اکبرزاده د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، روان وضعیت دوی اندېښمن کړي او له اسلامي امارت څخه غواړي چې له ژمنې سره سم د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حل لپاره د رسنیزو سرغړونو د څېړنې او معلوماتو ته د لاس رسي کمېسیونونه رامنځته کړي.
اکبرزاده وایي، په کور د ننه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او یوشمېر رسنیو پر تړل کېدو سربېره په مارچ میاشت کې په یو شمېر کورنیو ټلوېزیونونو د نړیوالو رسنیو نشرات هم بند شوي دي:
«د خبریالانو د تهدید یوه پېښه په خوست کې، د خبریالانو د نیول کېدو یوه یوه پېښه په پکتیا او ننګرهار کې، د خبریالانو د نیول کېدو اته پېښې په کندهار او ۱۱ پېښې په کابل کې ثبت شوې دي. دغه راز د یوې میاشتې په جریان کې کومې رسنۍ چې تړل شوې دي، نوښت راډیو په لغمان کې، خاور ټلوېزیون په کابل کې، مېرمن راډیو، په کندهار کې، زیور راډیو او هېواد راډیو ټلوېزیون په کندهار کې د اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوي دي.»
په ورته وخت کې خبریالان هم روان وضعیت اندېښمن کړي او وایي، باید په خبریالانو فشارونه ختم شي.
کابل مېشتې خبریاله صنوبر پارسا وایي، په ټوله کې خبریالان په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته په آزادانه توګه کار نه شي کولای:
«په افغانستان کې د رسنیو کار ډېر سخت شوی او په خبریالانو ډېرمحدودیتونه لګول شوي دي، په ځانګړې توګه په ښځینه خبریالانو، له سیاسي تحول وروسته په رسنیو کې یوازې پنځه سلنه ښځینه خبریالانې فعالیت لري، هغوی هم تر ډېرو محدودیتونو او فشارونو لاندې دي.»
خو د افغانستان د اسلامي امارت مسوولین بیا وایي، اسلامي امارت هڅه کوي چې له رسنیو سره کومه جدي ستونزه رامنځته نه شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي کلید ته وویل، اسلامي امارت یوازې د ملي ګټو، اسلامي ارزښتونو او ملي یوالي په برخه کې د نشراتو پر مهال له رسنیو همکاري غواړي او له دې هاخوا رسنۍ او خبریالان خپل فعالیتونه په منظمه توګه پرمخ وړلای شي:
«که ځینې سکتګۍ د سؤتفاهم او یا هم د ژورنالېستکي اصولو هاخوا کومې لفظي یا فزیکي ستونزې رامنځته شوې وي، نو هڅه دا ده چې داسې یوه فضا رامنځته شي چې هم د بیان آزادي د ملي ګټو، ملي فرهنګ او د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې تنظیم شوي وي او هم رسنۍ د خپل هېواد د لوړو ګټو په پام کې نیولو سره خپلو نشراتو ته دوام ورکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته ګڼې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوې، کارکوونکي او خبریالان یې بې‌روزګاره شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA