ads

د خبریالانو پر وړاندې د محدودیتونو ډېرېدل

په ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسولین وایي چې د اسلامي امارت په راتګ سره د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې کمې شوې، خو محدودیتونه د پخوا په پرتله زیات شوي دي.

جان اغا صالح
29 کب 1400
د خبریالانو پر وړاندې د محدودیتونو ډېرېدل
د یادې کمېټې مشر یوسف ظریفي کلید ته وویل، د تېر۲۰۲۱ میلادي کال له اګېست میاشتې راپدیخوا د ختیځ په څلورو ولایتونو کې د خبریالانو پر وړندې د تاوتریخوالي ۱۵ قضیې ثبت شوې دي.
نوموړی وایي، په ثبت شویو قضیو کې یوه یې د وژل کېدو او پاتې نور یې د راپور پرمهال وهل ډبول او نور تحدیدونه شامل دي.
ظریفي زیاته کړه:
«د تېر ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راپه دې خوا د ختیځ په ټولو څلورو ولایتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي۱۵ قضیې ثبت شوې، چې یو خبریال وژل شوی او یو بل ټپي شوی. همدارنګه ۴ وهل ډبول شوي،۲ تحدید او ۳ د راپور جوړولو پرمهال د طالب چارواکو له لوري ګواښل شوي دي.»
نوموړی همداراز وایي،ختیځ کې سیمه ئیزې رسنۍ د اقتصادي ستونرو له امله د تړل کیدو له ګواښ سره مخ دي.
د یوسف ظریفي په خبره، د مالي امکاناتو د نشت له امله په ختیځ کې اوو راډیوګانو خپل فعالیت درلولی او  که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښایي پاتې فعالې رسنۍ به هم خپل نشرات وتړيْ.
ظریفي زیاتوي:
«په ختیځو ولایتو کې د مالي امکاناتو د نشت له امله اوو اف ام رادیو ګانو هم خپل فعالیت درلولی دی چې، درې یې په ننګرهار کې، دوې په لغمان کې او دوې یې په نورستان کې دي. له پاتې نورې فعالې راډیوګانو سره که مالي کومک ونه شي، اندېښنه شته چې د تړل کېدو له امله یې ګڼ شمېر ښځينه او نارینه ژورنالیستان بې روزګاره شي.»
بل لور ته ختیځ میشتي خبریالان وایي، که څه هم پر وړاندې یې تاوتریخوالی کم شوی، خو اوس هم په دغه ولایت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
خبریال محمد اصف شینواری له دولتي ادارو غوښتنه کوي چې خبریالانو ته دې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
شنیواری زیاتوي:
«په ننګرهار کې خبریالانو ته په خپل وخت اطلاعات نه ورکول کېږي او ډېر کله له سانسور سره مخ کېږي او دا سانسور د ویرې له امله دی چې زیاتره خبریالان ویره لري، که یو څه په راپور کې خپاره کړي د امنیتي ادارو له لوري به وګواښل شي، نو غوښتنه کوو چې خبریالانو ته دې په کاري چاپیریال کې نه یوازې اسانتیاوې رامنځته شي؛ بلکې پر وخت دې معلومات هم ورکړل شي.»
په ورته مهال د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالصبور زابلي له کلید سره په خبرو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې خبریالانو ته د لازمو اسنانتیاوو د رامنځته کېدو ډاډ ورکوي.
زابلی زیاتوي:
«د ننګرهار د امنیه قومندانۍ په نماینده ګۍ ویلی شم، چې موږ خبریالانو ته په خپل وخت معلومات ورکړي او په دې برخه کې بیا هم ژمن یو او د دې ترڅنګ مو په نورو برخو کې هم ورسره مرسته کړې ده، څو خبریالانو ته معلومات ورکړل شي او د دوی ستونزه حل شي.»
چارواکي داسې مهال معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې ډاډ ورکوي چې د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خبریالان شکایت کوي چې اطلاعاتو ته لاسرسی یې سخت شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA