خو اوس چې د اسلامي امارت واکمنۍ څه کم شپږ میاشتې تېرې شوې، خبریالان او د خبریالانو له حقونو د دفاع بنسټونه وضعیت ښه ارزوي او راتلونکي ته هیلهمند دي.
د افغانستان ژورنالېستانو فدراسیون وایي، د رسنیو قانون پلي کېدو، د رسنیو ملاتړ او معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې د اسلامي امارت د چارواکو ژمنو دوی راتلونکي ته خورا ډېر هیلهمند کړي دي.
د دغه فدراسیون غړي حفیظالله بارکزي د چهارشنبې په ورځ له کلید سره په خبرو کې وویل، له ستونزو سره د خبریالانو د مخ کېدو او دغه راز د رسنیو ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت مسوولینو پر ژمنو سربېره، عملي همکاري هم کړې ده.
بارکزی وایي، د اسلامي امارت مسوولینو ورسره ژمنه کړې چې ویندویان به په خپل وخت رسنیو ته معلومات ورکوي چې دغو ژمنو او همکارۍ دوی راتلونکې ته هیلهمند کړي دي: «زما په اند چې له لومړنیو ورځو څخه اوس یوه اندازه باور پیدا شوی او رښتیا هم چې دوی هم ورو ورو عمل کوي، شاید ستونزې به وي، هر نظام چې راځي ستونزې لري چې نوي وي او تر څو بلدېږي، خو زه تر یوه بریده هیلهمند یم. که خدای کول ټول کارونه به سم شي او ویندویان به هم خبریالانو ته پر خپل وخت معلومات ورکړي.»
په ورته مهال یو شمېر خبریالان که څه هم معلوماتو ته د لاس رسي وضعیت د تېر په پرتله اوس ښه ګڼي، خو وایي چې لاهم ستونزې شته او اسلامي امارت باید دغې برخې ته جدي پاملرنه وکړي او پرې نهږدي چې معلوماتي خلا رامنځ ته شي.
کابل مېشتی خبریال وسیم تلاش همدا خبره کوي. د نوموړي په وینا په ځینو مواردو کې دولتي ویندویان د معلوماتو په ورکړه کې لږ ځنډ کوي:
«ځینو وزارتونو او ریاستونو ته یې ویندویان معرفي کړي دي، خو ځینې داسې ویندویان لاهم شته چې د یوې موضوع په اړه په اسانۍ معلومات نه شریکوي او اسلامي امارت باید په دې اړه نور ګامونه هم پورته کړي.»
په همدې حال کې یو بل کابل مېشتی خبریال محمد نذیر شینواری هم وایي چې په لومړي سر کې معلوماتو ته لاس رسی ستونزمن و، خو په خبره یې د دې لامل هغه مهال د دولتي ویندویانو کمښت و او بس.
بل لور ته د افغانستان اسلامي امارت وایي چې د اسلامي اصولو، ملي ارزښتونو او ملي یووالي په پام کې نیولو سره، د رسنیو او خبریالانو د فعالیت کلک ملاتړ کوي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي کلید ته وویل، د اسلامي امارت د ویاند او مرستیالانو ترڅنګ په وزارتونو او ادارو کې هم ویندویان ټاکل شوي او دغه تحرک په ولایتونو کې هم روان دی چې هلته هم یادې ستونزې حل شي:
«موږ هره ورځ لسګونه رسنیو ته معلومات ورکوو او هغوی خپل راپورنه او خپرونې چمتو کوي، په ټوله کې اسلامي امارت له خپلو امکاناتو سره سم له رسنیو ملاتړ کړی او هغوی ته یې د فعالیت بستر اوار ساتلی دی.»
د رسنیو او اسلامي امارت ترمنځ د همکارۍ او معلوماتو د ورکړې موضوع داسې مهال راپورته کېږي چې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د پلي کېدو په رابطه لا تراوسه کوم عملي اقدام نهدی شوی.