ads

د رسنیو د پخواني قانون نافذېدو هرکلی

په داسې حال کې چې شاوخوا شپږ میاشتې رسنیو له کوم حقوقي چوکاټ او کړنلارې پرته فعالیت درلود، خو اسلامي امارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د رسنیو پخوانی قانون بیا نافذ دی.

فضل هادي حمیدي
14 سلواغه 1400
د رسنیو د پخواني قانون نافذېدو هرکلی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین ذبیح الله مجاهد پرون د خبریالانو خوندیتوب کمېټې په نوښت جوړې شوې غونډې ته وویل، یاد قانون یې ارزولی او له ارزونې وروسته بېرته د پلي کېدو وړ دی.
نوموړي دغه راز ویلي چې د رسنیو د سرغړونو مخنیوي او رسنیو او حکومت ګډ کمېسیونونه به هم ډېر ژر جوړ شي چې د دغو کمېسیونونو له جوړېدو وروسته هېڅ دولتي اداره حق نه لري چې د رسنیو په چارو کې مداخله وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ژورنالېستانو فدراسیون هم د اسلامي امارت د دغه اقدام هرکلی کوي.
د یاد فدراسیون غړي حجت الله مجددي کلید ته وویل، د یاد قانون په پلي کېدو سره به د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه هم ونیول شي.
نوموړی زیاتوي، چې له دې وړاندې له یوې خوا رسنیو معلوماتو ته لاس رسی نه درلود او له بلې خوا بیا هرې دولتي ادارې د رسنیو په چارو کې لاسوهنه کوله او هېڅ داسې آدرس نه و چې د رسنیو اړوند مسایل وڅېړي: «د خبریالانو هغه تاوتریخوالی چې اوس ورسره مخ دي او هغه بنسټونه چې نه پوهیږي چې د خبریالانو ستونزې له چاسره شریکې کړي او کوم بنسټ د دې حق لري چې هغه څېړي او د هغه په اړه تصمیم ونیسي، دا تاوتریخوالی به هم د یاد کمیسیون په فعالېدو سره ختم شي.»
په ورته وخت کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې د څار د برخې مشر محمدظریف کریمي هم د رسنیو د قانون پلي کېدل یو ښه ګام بولي او ټینګار کوي چې دغه قانون باید عملي شي.
کریمي په ورته خت کې وایي، د رسنیزو سرغړونو کوم پخوانی کمېسیون چې و، غړي یې سلیقوي انتخاب شوي وو، کار یې صفر و او په ټوله کې یو سمبولیک کمېسیون و چې د رسنیو د ستونزو د حل لپاره یې کوم د پام وړ کار ونه کړ: «زموږ تمه له اسلامی امارت څخه دا ده چې هغه څوک په یاد کمېسیون کې غړیتوب ولري چې د رسنیو او حقوقو په چارو کې پوره معلومات ولري، ترڅو د خبریالانو اړوند سرغړونې او جرمونه وڅیړي، داسې کسان وي چې هم د رسنیو په چارو کې معلومات ولري او هم په حقوقو کې چې رسنیزې سرغړونې او جرمونه سره جلا کړي.»
په همدې حال کې یو شمېر خبریالان هم د رسنیو د قانون پلې کېدو، رسنیزو سرغړونو او ستونزو د حل لپاره د رسنیزو سرغړونو او حکومت او رسنیو د ګډو کمېسیونونو جوړېدو هرکلی کوي.
خبریال محمد کمال افغان وایي، یاد کمېسیونونه باید د تېر په څېر نه وي او په خپلو چارو کې جدي وي، ځکه په وینا یې، د پخواني حکومت پرمهال دغو کمېسیونونو هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده: «په تېر حکومت کې هم داسې کمیسیونونه وو چې هیڅ لاسته راوړنې یې نه درلودې، که هغه ته پام وکړو نو دغو ته هم تمه نه لرو خو دا چې یو تحول رامنځته شوی او امکان لري چې اسلامي امارت جدي وي نو بیا هم تمه شته چې دا کمیسیونونه به وکولای شي چې د خبریالانو پروړاندې د ستونزو د حل په برخه کې به اغیز ولري.»
په داسې حال کې چې د رسنیو قانون د اسلامي امارت له ارزونو وروسته پلی شو، خو خبریالان او د خبریالانو له حقونو د دفاع بنسټونه غوښتنه کوي چې هرڅومره ژر چې شونې وي؛ باید معلوماتو ته د لاس رسي قانون هم پلی شي.
په ورته وخت کې اسلامي امارت هم ویلي چې معلوماتو ته د لاس رسي قانون هم تر کار لاندې دی او ژر به پلی شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA