ads

د اریانا ټلویزیون خبریالان چا نیولي؟

د اریانا خصوصي ټلوېزیون دوه خبریالان د دوشنبې په ورځ د یاد ټلوېزیون له دفتر سره نېږدې نیول شوي او نامعلوم لوري ته وړل شوي دي.

فضل هادي حمیدي
12 سلواغه 1400
د اریانا ټلویزیون خبریالان چا نیولي؟

د یاد ټلویزیون د خبر د څانګې مدیر علي جواد اصغري د عبدالوارث حسرت او اسلم حجاب نیول کېدل تایيدوي، خو دا نه وایي چې دا دوه تنه د چا له خوا نیول شوي دي.
نوموړی وایي، دوی د خپلو همکارانو په لټه کې دي، څو روښانه کړي چې چا او په کوم جرم نیولي دي:
«موږ د پېښې په ځای کې نه وو، دومره ویلای شم چې زموږ دوه تنه همکاران نیول شوي خو دا نه شم ویلای چې د چا له خوا نیول شوي دي، له هڅو سره سره مو تر اوسه دا هم نه ده معلومه کړې چې دوی په کوم جرم نیول شوي دي. د اسلامي امارت له سرچینو سره مو چې خبرې کړې، که څه هم رسمي یې نه تاییدوي، خو وایي چې دا کېدای شي شخصي مسله وي او په رسنیز کار پورې تړاو نه لري؛ ځکه هغوی وایي چې رسنیز مسایل دوی د رسنۍ له مسوولینو سره شریکوي، نه له خبریال او کارمند سره.»
په ورته وخت کې د افغانستان د ژورنالېستانو فدراسیون هم د یادو خبریالانو نیول کېدل تاییدوي، خو دا نه وایي چې یاد خبریالان د اسلامي امارت د کوم ارګان او یا هم د بل چا له خوا نیول شوي دي.
د دغه فدراسیون غړي حفیظ الله بارکزي کلید ته وویل، دوی هڅې کوي، څو پیدا کړي چې د اریانا ټلویزیون خبریالان د چا له خوا نیول شوي دي.
نوموړی ټینګار کوي چې که خبریال په کوم تور نیول کېږي، نو باید دلایل یې روښانه او له اړوندو بنسټونو سره شریک شي:
«دا خبره موږ له اسلامي امارت سره شریکه کړې چې که خبریالان نیول کېږي نو باید دلیل او منطق ولري، اسلامي امارت هم ویلي چې دوی بې ځایه څوک نه نیسي، خو بیا هم که کومه خبره شوې وي، نو موږ هڅه کوو چې دا خبره معلومه کړو چې دا کسان ولې نیول شوي دي، که یې جرم کړی وي، نو هېڅوک ترې دفاع نه شي کولای او که یې جرم نه وي کړی؛ نو بیا ولې نیول شوي دي او د چا له خوا نیول شوي دي، موږ هڅه کوو معلومه کړو چې داسې خبریالان چې نیول کېږي، دلایل یې روښانه شي.»
په ورته وخت کې داسې نیونو چې تر اوسه یې هېچا مسوولیت نه دی منلی، خبریالان د خپل خوندیتوب په اړه اندېښمن کړي دي.
آزاد خبریال رحیم الدین اوریاخیل له اسلامي امارت څخه غواړي چې د خبریالانو امنیت دې خوندي کړي او د داسې خپل سرو کړنو عاملین دې پیدا او مجازات کړي:
«د اریانا نیوز ټلویزیون دخبریالانو نیول کېدل د اندېښنې وړ مسله ده، دا ډول کړنې د بیان د ازادۍ پروړاندې جدي ګواښ دی، موږ له اسلامي امارت څخه غواړو چې د دا ډول کړنو عاملین چې څوک یې مسوولیت هم نه اخلي، پیدا کړي او دوی د خبریالانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه دا د خبریالانو په ژوند او کار باندې ناوړه اغېزه کوي.»
ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما او د بښنې نړیوال سازمان له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د دغو دوو تنو خبریالانو د نیول کېدو دلایل دې معلوم کړي او یاد خبریالان دې ژر خوشې کړي، خو د افغانستان اسلامي امارت د خپلو ځواکونو له خوا د دغو دوو تنو خبریالانو نیول کېدل نه تاییدوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA