ads

«حریم زن» راډیو بیا فعالیت پیل کړ

وروسته له هغه چې اسلامي امارت په افغانستان کې واکمن شو، د رسنیو له حقونو د دفاع بنسټونو د معلوماتو پربنسټ، له اویا سلنې ډېرو رسنیو خپل فعالیت بند کړی، چې د ډېرو د تړل کېدو لوی لامل اقتصادي ستونزې یادې شوې دي.

فضل هادي حمیدي
10 سلواغه 1400
«حریم زن» راډیو بیا فعالیت پیل کړ

خو تازه په بدخشان ولایت کې د حریم زن په نامه یوې سیمه ییزې راډيو له شاوخوا شپږ میاشتو ځنډ وروسته بیا د شنبې په ورځ خپل فعالیت پیل کړ.
د حریم زن راډيو مدېرې رقیبې حمیدي کلید ته وویل، دوی د اسلامي امارت د پالیسۍ او اسلامي حجاب په مراعاتولو سره بېرته خپل فعالیت پیل کړ.
نوموړې وایي، شپږ میاشتې وړاندې د اقتصادي او امنیتي ستونزو له کبله دوی راډیو تړلې وه، خو اوس ورته د اسلامي امارت له خوا د ډاډ ورکولو وروسته یې خپرونې پیل کړې: «د اسلامي امارت په هڅونه او اجازه سره موږ خپل فعالیت بیا پیل کړ، هغوی موږ ته وویل چې د اسلامي حجاب او د اسلامي امارت د پالیسۍ په پام کې نیولو سره چې د رسنیو لپاره یې جوړه کړې زموږ له کار سره هېڅ ستونزه نه لري، نو د اسلامي امارت په اجازه او په خپله علاقه چې موږ له رسنیز فعالیت سره درلوده موږ بېرته خپل کار پیل کړ.»
په ورته وخت کې د حریم زن راډيو د خپرونو بیا پیلېدل د خبریالانو د ملي فدراسیون له هرکلی سره هم مخ شول او دا یې د هېوادوالو په ځانګړې توګه د رسنیو لپاره یوه لاسته راوړنه یاده کړه.
د خبریالانو د ملي فدراسیون غړي حجت الله مجددي کلید ته وویل، دوی به دغه لړۍ ته دوام ورکړي چې تړل شوې رسنۍ بېرته خپل فعالیت پیل کړي.
مجددي وایي، په ځانګړې توګه ډېر تمرکز به یې په هغو رسنیو وي چې چارې یې د ښځو له خوا پرمخ وړل کیږي: «له دې وړاندې د بېګم راډیو فعال شوه او اوس د حریم زن راډیو فعال شوه، زموږ د معلوماتو پربنسټ، له دې وروسته ښځینه راډیوګانې او بنسټونه فعالیږي، دا د افغانستان د خلکو پّ ځانګړې توګه د ښځو لپاره یوه ښه لاسته راوړنه ده او دا افغانانو ته د راتلونکې هیلې ورکوي.»
په ورته وخت کې د حریم زن راډیو مدېره د رسنیو له حقونو د دفاع له بنسټونو څخه غواړي چې د دوی ملاتړ وکړي، ترڅو بیا دوی له داسې ستونزو سره مخ نه شي چې د راډیو دروازې بیا وتړي: «موږ د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو غواړو چې زموږ ملاتړ وکړي، ترڅو موږ بیا اړ نشو چې خپل نشرات بند او د راډیو دروازې وتړو.»
د حریم زن راډیو د مسوولینو د معلوماتو پربنسټ، دغه راډیو په ۲۰۱۷ کال کې نشرات پیل کړي وو چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره یې نشرات د شاوخوا شپږ میاشتو لپاره وځنډېدل خو اوس د اسلامي، معلوماتي، فرهنګي او ټولنیزو خپرونو په نشرولو سره یې بیا فعالیت پیل کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA