ads

اورزګان اوسېدونکي: د ترینکوټ ښار سړکونه دې ورغول شي

د ترينکوټ ښار اوسېدونکي وايي په ښار کې د کنډ کپر سړکونو څخه سخت په تنګ شوي دي او له دولت څخه غوښتنه کوي چې د ښار په منځ کې دې کنډ و کپر سړکونه ورغوي.

احسان الله ولسمل
9 سلواغه 1400
اورزګان اوسېدونکي: د ترینکوټ ښار سړکونه دې ورغول شي

په ورته وخت کې چاوراکي هم منې چې په ترينکوټ ښار کې ډېر سړکونه کنډ و کپر پاتې دي خو زياتوي چې دوی يې د رغولو لپاره جدي پلان لري.

د ترينکوټ ښار چې د ډېرو ښارونو په پرتله کوچنۍ دی لاهم په تيرو شلو کلونو کې تېر حکومت د ښار په منځ کې د سړکونو په جوړېدو نه دي توانيدلي.

د ترينکوټ ښار اوسېدونکي له حکومت غوښتنه کوي چې په ښار کې دې کندکپر سړکونه ترميم کړي.

د ارزګان يوه اوسېدونکي احسان الله نيکزاد کليد ته وويل چې ياد سړکونه چې د هټوالو د بي احتياطۍ او ساختماني شرکت د بې کفيت جوړېدو له امله اوس کنډ کپر شوي دي دوی سره په زياتو ستونزو کې دی.

نوموړی له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې دغه سړکونه په اساسي ډول جوړ کړي.

دی وايي:«دغه په ښار کې چې کوم سړکونه دی زياتې برخې يې ويجاړ شوي دي څو لاملونه لري يو دا چې دوکاندارانو بې پامي ورسره کوي اوبه پر پاشي بل لامل يې کوم وخت چې دغه سړکونه جوړيده بې کفيته جوړ شوي دي کله چې پر دغه سړکونو په موټر کې يو څوک روان وي لکه پر خامه لاره چې تګ کوي موږ د مسولينو څخه غوښتنه کوو چې ددغو سړکونو اساسي رغولو ته خاصه پاملرنه وکړي.»

پر همدې مهال د ترينکوټ يو بل اوسېدونکي مطيع الله مطمين هم وايي چې د ښار د کنډ و کپر سړکونو څخه دوی په تنګ شوي دي.

هغه وايي که څه هم تېر حکومت دغه سړکونه ونه رغول خو هيله لري چې اسلامي امارت به يې د رغولو چارې ترسره کړي.

هغه د ښار سړکونو په ساتنه کې د عامو خلکو مسووليت هم زيات وباله او غوښتنه يې له خلکو څخه وکړه چې د سړکونو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړه.

نوموړی وويل:«دغه سړکونه په تېرو شلو کلونو کې جوړ نه شول موږ ته تر هر ډول سړکونو د ښار د چوکونو سړکونو رغيده مهم دی ځکه دلته زرګونه خلک ورباندې تګ راتګ کوي اسلامي امارت باید دغه سړکونه جوړ کړي.»

پر همدې مهال مسوولين هم مني چې په ترينکوټ ښار کې ډېر سړکونه کنډ و کپر پاته دی.

د ارزګان د ټولګټو چارو رياست ریيس نظام الدين نظامي له کليد سره په خبرو کې ژمنه وکړله چې ډېر ژر به د ترينکوټ ښار د سړکونو د رغېدو چارې پیل کړي او دغه سړکونه به په اساسي ډول ورغوي.

هغه وايي هڅه کوي چې د وزارت څخه د ترينکوټ سړکونو د ترميم لپاره بوديجه منظور کړي.

هغه وايي: «دغه سړکونه رښتيا هم زيات خراب دی موږ کوښښ کوو چې د ټولګټو چارو وزارت څخه ددې سړکونو د ترميم لپاره بودېجه واخلو او دغه سړکونه چې د ښار په منځ کې دي په اساسي ډول يې جوړ کړو.»

دا په داسي حال کې ده چې تردې مخکې د ټولګو چارو رياست چارواکو خبر ورکړی و چې اسلامي امارت پلان لري ترڅو د ارزګان کندهار ترمنځ لويه لاره په اساسي ډول ورغوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA