ads

له ملاتړو بنسټونو د خوستي خبریالانو ګیله

په خوست ولایت کې مېشت د سیمه‌ییزو، ملي او نړیوالو رسنیو خبریالان پر هغو بنسټونو او ټولنو د یوازې پرېښودو تور پورې کوي چې د جمهوریت پرمهال یې د خبریالانو ستونزې اورېدې او ځانونه یې د دوی مدافعین بلل.

بختاجان بختیار
3 سلواغه 1400
له ملاتړو بنسټونو د خوستي خبریالانو ګیله

خبریالان وایي، یادو بنسټونو د خبریالانو په نوم پروژې اخیستې او د هغوی پر سر یې ګټې کولې، خو اوس چې خبریالان له ستونزو سره مخ دي، د بنسټونو څښتن بهر ته تللي او خبریالان یې یوازې پرېښودل.
په یاد ولایت کې د یو خصوصي تلویزیون خبریال نورالله نوري وایي، د خبریالانو ملاتړو او مدافع بنسټونو یوازې پر دوی پروژې عملې کولې، خو اوس دا هر څه له منځه تللي او خبریالان بې برخلیکه پاتې دي:
«هغه بنسټونه چې د خبریالانو د خوندیتوب او په نورو نومونو یې پروژې اخیستې، هغوی نشته. موږ یوازې پاتې شوو، اوس داسې مرجع نشته چې زموږ د ستونزو په حال کې راسره همکاري وکړي او یا زموږ غږ پورته کړي.»
د اکبر یاسیني په نوم یو بل خبریال هم ورته ستونزې یادوي او زیاتوي، په وار وار یې هڅه کړې، چې د خبریالانو مدافع بنسټونو سره اړیکې ونیسي، خو هغوی یا له افغانستان خپل ځانونه ایستلي او یا هم دلته چېرې نادرکه شوي دي.
نوموړی زیاتوی د جمهوریت له سقوط وروسته یې هېچا هم احوال نه دی اخیستي، خو په وینایې چې د همدې بنسټونو مشرانو او کار کوونکو به ورته پخوا د هر راز همکارۍ ډاډ ورکاوه:
«د اګست له ۱۵ مې وروسته چې نظام تبدیل شو، ژورنالیستان په سپین ډګر یوازې پرېښودل شوي، هغه بنسټونه چې د خبریالانو په برخه کې یې په مرکز او ولایتونوکې کار کاوهٔ، یا بهر تللي او یا هم داخل د هېواد کې چېرې پټ شوي دي، موږ هڅه کړې چې اړیکې ورسره ونیسو، خو هېڅ معلومات یې نه کیږي، کله چې مدافع بنسټونه تښتي، نو خبریالان مجبورېږي چې له دې دګر سره نور خدای په اماني وکړي.»
د سمون په نوم یو بل خبریال وایي، پکار ده چې اوس مهال د خبریالانو د خوندیتوب او ستونزو اورېدو لپاره نوې ادارې او بنسټونه رامنځ ته شي، څو په دې ستونزمنو حالاتوکې د دوی لاسنیوی وکړي:
«زموږ هیله داده چې د خبریالانو د ملاتړ لپاره دوامداره، هغه که په مالي برخه کې وي او یا نورو برخو کې نوې ادارې او مدافع بنسټونه رامنځ ته شي، څو خبریالان له شته ستونزو راووځي.»
د جمهوریت پر مهال په هېواد کې لسګونه د خبریالانو ملاتړي او مدافع بنسټونه او ټولنې موجودې وې، چې له خبریالانو سره به یې د تاوتریخوالي پرمهال د هغوی ستونزو ته رسېدنه کوله او د دوی لاسنیوی به یې کاوه.
خو اوس چې اسلامي امارت پر هېواد واکمن شوی، د یادو بنسټونو ډېری مشران له هېواد بهر خوندي ځایونو ته تللي او پاتې هغوی یې هم له هېواده د وتلو په هڅه کې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA