ads

«د کار په بدل کې به د غنمو وېش په ولایتونو کې هم پیل شی»

اسلامي امارت وایي، د کار په بدل کې به د غنمو وېش په ولایتونو کې هم پیل شي او په همدې موخه یې له کابل څخه یو شمېر ولایتونو ته د غنمو لېږد پیل کړ.

فضل هادي حمیدي
21 مرغومی 1400
«د کار په بدل کې به د غنمو وېش په ولایتونو کې هم پیل شی»

اسلامي امارت وایي، له بېوزلۍ سره د مبارزې په هدف به په ولایتونو کې هم د کار په بدل کې د غنمو وېش پیل کړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال عبدالباري فضلي د سې شنبې په ورځ د کرنې وزارت له زېرمو څخه ولایتونو ته د غنمو د لېږد پروسې د پیلېدو پرمهال وویل، اسلامي امارت ژمن دی چې له شته امکاناتو په استفادې په هېواد کې له بېوزلۍ سره مبارزه او له خلکو سره مرسته وکړي.

فضلي وایي، که څه هم دغه غنم د خلکو ټولو اړتیاو ته ځواب نه وایي، خو هغه لومړنۍ او بېړنۍ اړتیاوې پرې پوره کېدلای شي او دغه راز په بازارونو کې د اوړو په بیو هم اغېزکولای شي.

نوموړی زیاتوي، چې د هېواد له څلورو سېلوګانو څخه به اړوندو زونونو کې د کار په بدل کې خلکو ته غنم وویشي: «له مرکزه شروع بیا کندهار، هرات، بلخ او بغلان کې موږ یوه اندازه غنم درلودل، بیا د ریاست الوزرا له خوا پرېکړه وشوه چې همدا غنم دې خلکو ته د خدمت په بدل کې وویشل شي، کابل کې همدا پروسه شاوخوا ۹۷ سلنه بشپړه شوې ده خو پاتې ولایتونو ته د غنمو لېږد نن پیل کیږي.»

په ورته وخت کې د کرنې وزارت د زېرمو رییس محمدعمر عمر وایي، ټولټال یې شاوخوا ۶۶ زره ټنه غنم درلودل چې په کابل کې یې د وېش پروسه د بشپړېدو او په ولایتونو کې د پیل کېدو په حال کې ده.

نوموړی وایي، په دې سره به ټولګټې پروژې لکه د لارو او سړکونو جوړول، د ویالو پاکول او داسې نورې عملي کړي چې د کار په بدل کې به هر نفر ته د ورځې لس کیلو غنم ورکول کیږي: «تقریبا ۶۶ زره ټنه غنم دي او ټولو ولایتونو ته وېشل کیږي، کابل کې دا پروسه تکمیل شوه، د کابل د نفوس پراساس تقریبا ۱۲ زره ټنه رسېدل چې کمه فیصدي یې پاتې ده او نوره تکمیل ده، ارزګان او زابل ولایتونو ته رسېدلي دي او غزني ته نن شروع شول.»

په همدې حال د مرکزي سېلو رییس انجنیر خیال محمد له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې وروسته له دې غنم په سېلو کې اوړه او بیا خلکو ته د کار په بدل کې اوړه وویشي: « زه یوه غوښتنه کوم، موږ په سېلو کې ژرنده لرو، فعال ده او یوازې یوه نفر ته اړتیا ده چې کار پرې وکړي، که دا غنم دلته سېلو کې اوړه شي او بیا وروسته ووېشل شي نو څو ګټې رسیږي، د اسلامي امارت عواید لوړیږي، خلک په کار کیږي او د غنمو کیفیت لوړیږي او موږ په نړیوالو معیارونو د غنمو د پروسس ماشینونه لرو.»

د کرنې وزارت د مسوولینو په وینا له دې غنمو وروسته پاکستان هېواد ۵۰ زره ټنه غنم مرسته کړې چې یوه اندازه یې هېواد ته را رسېدلي او هند هېواد هم د ۵۰ زره ټنه غنمو د مرستې ژمنه کړې چې هغه به هم د اسلامي امارت د رهبرۍ له پرېکړې سره سم په خلکو ووېشل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA