په کندهار ولایت کې له تېرې شپې راهیسې پیل شوي دوامداره باران په ښار او ولسوالیو کې سېلابونه هم راوستي دي.
که څه هم تر اوسه د دغو سېلابونو له امله د کوم زیان خبر نه دی ورکړل شوی، خو د کندهار ښاروالي او د عامې روغتیا ریاست د کندهار په ټولو سیمو کې د اړوند مرستندویانو د شمېرو لېست اعلان کړی او له خلکو یې غوښتي چې د اړتیا پر مهال د مرستې غوښتنه ترې وکړي.
د کندهار د والي ویاند زمری څرګند وايي، له تېرې شپې راهیسې د ښاروالۍ ټول خدماتي پرسونل په ښار او ولسواليو کې د باران د اوبو په مهارولو بوخت دي او تر دا مهاله باران او سېلابونو کوم زیان نه دی رسولی:
«د ښار خدمتي پرسونل په ښار او ولسوالیو کې ګمارل شوی، څو د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي او د سېلابونو له امله تر اوسه کوم زیان نه دی رامنځته شوی.»
د اوسني باران له کبله د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې سېلابونه راغلي او ډېره سيمه يې لاندې کړې ده.
د کندهار اوسېدونکي له مسولو ادارو او په ځانګړي ډول له ښاروالۍ څخه غوښتنه کوي چې په ښار کې شته کانالونه پر وخت پاک کړي، څو د سېلابونو مخه ونیول شي.
هغوی کلید ته وویل: «ښاروالۍ دې د ښار په پاکوالي او د بارانونو په مدیریت کې جدي ګامونه واخلي. کانالونه باید پر وخت پاک شي، څو د سېلابونو مخه ونیول شي.»
نه یوازې په کندهار، بلکې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې نن او سبا د سختو بارانونو، واورو او سېلابونو راتلو اټکل شوی دی.