د پاسپورټ ریاست عمومي رییس عالم ګل حقاني د شنبې ورځ په یوه ویډیویي پیغام کې دا څرګندونې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، د پنجشنبې ورځ چې پخوا د اسلامي امارت ځواکونو لپاره ځانګړې شوې وه، بېرته لغوه شوې او تر دې وروسته به د پنجشنبې او جمعې ورځ ریاست بند وي.
دی ډاډ ورکوي چې د پاسپورت ریاست د امنیتي تدابیرو لپاره هڅې روانې دي او ډېر ژر به د خلکو پرمخ د یاد ریاست دروازه پرانیستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه د پاسه یوه اوونۍ برابرېږي چې په کابل کې د پاسپورټ ریاست فعالیت بند دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ