ads

نورستانیان د واورو له امله د لارو بندېدو اندېښمن کړي

د نورستان د ټولګټو چارو ریاست مسولین وایي، د کونړ-نورستان ترمنځ د غځیدلې لارې د واورې د پاکولو چارې یې پیل کړي دي.

جان اغا صالح
9 مرغومی 1400
نورستانیان د واورو له امله د لارو بندېدو اندېښمن کړي

د یاد ریاست د چارواکو په خبره، په نورستان کې له تېرو څو ورځو راهیسې د واورې اورښت د نورستان- کونړ لويه لاره په څو ځایونو کې بنده کړې وه او موټرو په اسانۍ تګ راتګ نه شوای کولای.
د نورستان د ټولګټو چارو رییس مولوي عبدالرحیم فاروقي کلید ته وویل، د خلکو د ستونزو د هواري په موخه یې له واورې د دغې لارې د پاکولو چارې پيل کړي، څو موټر چلوونکو او مسافرو ته د تګ راتګ اسانتيا برابره شي.
د نورستان د ټولګټو چارو رییس مولوي عبدالرحیم فاروقي زیاته کړه: «د کونړ-نورستان ترمنځ لاره له تېرو څو ورځو راهیسې د وارو د اورښت له امله بنده وه او له همدې امله موټر چلوونکي او ولسي خلک د تګ راتګ پرمهال له زیاتو ستونزو سره مخ و، نو موږ د دغه لارې د پاکولو چارې پیل کړي دي او لا هڅه کې یو چې دغه لاره بنده نشي او موږ به د دغه لارو د خلاصون لپاره پوره هڅه کوو او دې برخه کې به هیڅ ډول ستونزه نه وي.»
نوموړی ډاډ ورکوي چې د واورې د اورښت پر مهال یې د نورستان د ټولو لویو لارو خلاصولو لپاره لازم چمتووالی نیولی دی.
د نورستان د ټولګټو چارو رییس همداراز وایي، له تېر حکومت څخه خراب وسایط په میراث کې ورته پاتې شوي خو دوی د دغه کار لپاره د اړوند وزارت په مالي مرسته درې ډوله وسایط چمتو کړي او د نورو وسايطو او موټرو د ترميم کارونه یې هم پیل کړي دي.
د نورستان د ټولګټو چارو رییس مولوي عبدالرحیم فاروقي زیاتوي:
«د نورستان د ټولګټو چارو ریاست ته د تېر حکومت له لوري ځینې وسایط پاتې وو او دغه وسایط زیاتره له کاره لویدلي و خو موږ دغه وسایط ځینې بیا ترمیم کړل او هدف مو دا و، چې له دغه وسایطو په ګټې اخیستنې د نورستان لویه لاره د وارو پرمهال خلاصې کړو او خلکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړو، خو بیا هم موږ نورستان کې دواورو پرمهال د لارو د خلاصون لپاره لازم چمتوالی لرو.»
په همدې حال کې نورستانيان د ژمى پرمهال د واورو وریدو له امله د لارو بندېدو ته اندېښمن دي
د نورستان ولايت اوسېدونکي وېره لري، که د واورو پر مهال يې لارې خلاصې نه شي، نو د خوراکي توکو او درملو له کمښت سره به مخ شي.
«د نورستان-کونړ ترمنځ لاره چې هر کال پرې د ژمي پرمهال واورې کیږي نو دغه لاره بندیږي او که حکومت په دې برخه کې اماده ګي ونه لري او یا دغه لاره خلاصه نه کړي، نو د نورستان اوسیدونکي به له سختو ستونزو سره مخ شي، ځکه که لاره بنده وي نو بیا نورستان ته نه خوراکي او نه درمل رسول کیږي، له حکومت غوښتنه کوو، چې د ژمي پرمهال دې نورستان ته ځانګړی پام وکړي.» نورستان میشتي وایي، د واورې د اورښت پر مهال پر دې لار د موټرو د چپه کېدو ګواښ زيات وي خو که همداسې پر وخت لارې پاکې شي نو ستونزې نه رامنځته کېږي.
نورستان د هیواد یو له هغه ولایتونو څخه دی چې ژمی په کې د واورې اورښت زيات وي او له همدې امله یې ډېر مهال لارې بندېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA