ads

په ننګرهار کې د تیاتر هنر له زوال سره مخ دی

د دغه ولایت د تیاتر لوبغاړي وایي، د پخوا په پرتله یې د هنر پر وړاندې ستونزې زیاتې شوي، خو په خپلو شخصي امکاناتو یې په دغه ولایت کې دتیاتر هنر ورکېدو ته نه دی پرېیښی.

جان اغا صالح
23 لیندۍ 1400
په ننګرهار کې د تیاتر هنر له زوال سره مخ دی
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تیاتر مدیر خلیل الرحمن خاطر کلید ته وویل، د پخوا په پرتله یې په یاد ولایت کې د تیاتر فعالیتونه د مالي او ځینې تخنیکي امکاناتو د کمښت له امله ټکني شوي.
د نوموړي په خبره، څه ډول چې لازمه ده د تیاتر هنر ته پاملرنه نه ده شوې، خو دوی په خپلو شخصي امکاناتو دغه هنر تر یوه حده ژوندی ساتلی دی.
خلیل الرحمن خاطر زیاتوي:
«ننګرهار کې د تیاتر هنر د پخوا په پرتله او د نوي تحول په رامنځته کیدو سره یو څه ټکنی شوی، ځکه پخوا به مختلف پروګرامونه کیدل هم د موسساتو له خوا او همدارنګه د حکومت له خوا نو اوس چې نوی نظام رامنځته شوی، د نورو خلکو سربیره یې زموږ پر هنر هم سیور غوړولی او دا هنر یو څه د زوال سره مخ دی،خو موږ ملګرو دا هنر ورکیدو ته هم نه دی پریښي او په ډېر ځایونو کې موږ په خپلو شخصي امکاناتو د تیاتر پروګرامونه کړي او لا یې کوو.»
نوموړی وایي، اقتصادي ستونزو د تیاتر پر هنر اغېز کړی، چې ځینو د تیاتر لوبغاړو یې ان د خپل هنر پر ځای نورو کسبونو ته مخه کړې ده.
هغه تمه لري چې د تیاتر او نورو هنرونو پر وړاندې به شته ننګونې پای ومومي.
خلیل الرحمن خاطر زیاته کړه:
«ننګرهار کې د تیاتر لوبغاړي د اقتصادي ستونزو سره مخ دي او که پام ورته ونشي نو د ټولنې د نورو وګړو په شان به دوی هم له سخت بد اقتصادي وضعیت سره مخ شي، ځکه د پخوا په شان د تیاتر پروګرامونه نشته او زموږ د کور لګښت هم له دې لارې پوره کیده، نو زیاتره د تیاتر لوبغاړي مجبور شوي چې نورو کاروبارونو ته مخه کړي او لامل یې اقتصادي ستونزو دي، موږ تمه لرو چې دا حالات به ښه شي او تیاتر به بیا وځلیږي په ټولنه کې.»
د تیاتر لوبغاړي اوسني وضعيت ته اندېښمن دی او له اسلامي امارت په دې ولایت کې د تیاتر هنر د پرمختګ لپاره د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي.
ننګرهار کې د تیاتر لوبغاړی محمد یونس کامه وال وایي، له تیرو څو میاشتو راهیسې یې کاروبار تر دې بریده خراب شوی چې د کورنۍ اړتیاوې هم پرې نشي پوره کولای.
هغه وایي، چې له دې وړاندې به په اوونۍ کې دوه یا درې د تیاتر پروګرامونه کېدل خو په وینا یې، اوس دغه چاره تر ډېره کم رنګه شوې ده.
محمد یونس کاموال زیاته کړه:
«پخوا به د ننګرهار،کونړ، لغمان او د هیواد نورو ولایتونو کې موږ د تیاتر لوبغاړو مختلف پروګرامونه کول او له همدې لارې به موږ دومره عواید ترلاسه کول چې زموږ ورځنۍ چارې پرې روانې وې، خو په دې وروستیو کې زما په ګډون د تیاتر او نورو هنرونو ټول بغاړي له سخت اقتصادي ستونزو سره مخ دي او حتا د کور لګښت هم نشو پوره کولای، نو له حکومت غواړو چې د تیاتر لوبغاړو او هنرته ځانګړې پاملرنه وکړي.»
په همدې حال کې د ننګرهار د اطلاعاتو اوکلتور ریاست مرستیال مولوي امان الله امان هم د تیاتر هنر د ټولنې د ذهنیت جوړونې او د عامه پوهاوې په برخه کې مهم بولي.
نوموړي کلید ته وویل، هڅې یې پیل کړي څو ننګرهار کې د تیاتر هنر ژوندی وساتی.
مولوي امان الله امان زیاته کړه:
« د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تیاتر هنر ژوندي ساتلو لپاره په هڅه کې دی، ځکه د تیاتر هنر له لارې موږ کولای شو خپل پیغام تر ولس ورسوو او موږ په پلان کې هم لرو، چې نیږدې وخت کې به دې ولایت کې دتیاتر مختلف پرواګرامونه جوړ شي، چې موخه به یې خلکو ته په مختلفو برخو کې عامه پوهاوی وي او موږ به دا هنر ورکیدو ته پری نه ږدو.»
د تیاتر لوبغاړي وایې، یاد هنر دم ګړۍ په ښه حالت کې نه دی او که حکومت ورته پام ونه کړي د ورکیدو وېره یې ډېره ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA