ads

په خوست کې له مسولینو سره د خبریالانو ستونزې شریکې شوې

نن ورځ په خوست کې خبریالانو او د رسنیو استازو خپلې ستونزې او غوښتنې په هغه راټولېدنه کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسولینو سره شریکې کړې چې د خوست د اطلاعاتواو کلتور رییس له لوري رابلل شوې وه.

بختاجان بختیار
8 لیندۍ 1400
په خوست کې له مسولینو سره د خبریالانو ستونزې شریکې شوې

په ناسته کې خبریالانو او د رسنیو مسولینو هغه ستونزې په ګوته او د حل غوښتتنه یې وکړه، چې دوی ورسره مخ دي.
په خوست کې د رضوان په نوم د یو خصوصي تلویزیون مسول وویل، په نننۍ ناسته یې خپلې ستونزې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو سره شریکې کړې، چې د هغوی له خوا ورته د حل ډاډ ورکړل شو:
«د نورو غونډو په دوام مو نن هم هغه اندېښنې چې خبریالان ورسره مخ دي، له ځايي مسولینو سره شریکې کړې او د حل په هدف یې ډاډ راکړل شو، چې هغه هم معلوماتو ته د لاسرسي په برخه او یو شمېر نورې اندېښنې وې. دوی په دې برخه کې د ډاډ ژمنې وکړې.»
د ایوب خاطر په نوم یوبل خبریال وايي، هغه ستونزې او خنډونه چې د خبریالانو د کار پر وړاندې پراته دي، له مسولینو سره شریک، خو زیاتوي چې د دې ترڅنګ د اطلاعاتواو کلتور رییس هم د نشراتو په برخه کې د یو څه بدلون غوښتنه وکړه:
«بېلا بېلې ستونزې مو په ډاګه کړې، له دوی مو وغوښتل چې دا ستونزې له ولایتي ادارې او نورو اړونده چارواکو سره شریکې شي، څو د کار پر وړاندې دا خنډونه له منځه لاړ شي، خو دوی هم په ځينو برخو کې د تغیرانو غوښتنه وکړه.»
په ورته مهال د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریئس شبیراحمد عثماني بیا خبریالانو ته ډاډ ورکوي، چې د دوی د کار پروړاندې به ستونزې نه وي او د اړتیا پرمهال کولی شي له یاد ریاست سره اړیکه ونیسي:
«نن پدې پروګرام کې موږ د رسنیو په ارزښت وغږیدو، د دوی د مشکلاتو په تړاو مو خبرې وکړې، د امارت ځینې پیغامونه مو خبریالانو ته ورسول، خو موږ بیا ډاډ ورکړ چې خبریالان به انشاءالله د معلوماتو په برخه کې له هېڅ مشکل سره مخ نه شي.»
د یادونې ده چې په خوست کې دا درېیم وار دی چې ځایي خبریالانو، رسنیو استازو او د اطلاعاتو او کلتور مسولین ترمنځ ناستې کیږي او د خبریالانو او رسنیو په برخه کې ستونزې شریکوي او حل لارې ورته لټوي.
مسولین وایي دا ډول ناستې به دوامداره ساتي، څو د خبریالانو او رسنیو په تړاو ستونزو ته په وخت رسیدنه او حل لارې پیدا شوي وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA