ads

په کابل کې د کثافاتو ډېروالي اندېښنې

کابل ښاریان شکایت کوي چې په ښار کې د کثافاتو زیاتوالی له یوې خوا ښاریانو ته ډول ډول ناروغۍ رامنځته کوي او له بلې خوا بیا کله چې باران ورېږي او یا د ژمي په راتګ سره ویالې د کثافاتو له کبله بندې وي او اوبه ټولې په سړکونو ولاړې وي اویا هم د خلکو کورونو ته ځي.

فضل هادي حمیدي
16 لړم 1400
په کابل کې د کثافاتو ډېروالي اندېښنې

د کابل ښار اوسېدونکی محمدمشعل وایي، په اوړي کې کثافات د راز راز ناروغیو لامل کېږي او په ورته وخت کې په کابل سېند کې کثافات بیا د اوبو مخه ډپ کوي او د سېلابونو د راتګ پرمهال اوبه د سېند په غاړو د خلکو کورونو ته راپورته کېږي:
«په دې ورځو کې موږ وینو چې کابل ښار کې کثافات زیات شوي دغه کثافات د راز راز ناروغیو لامل کېږي او همدارنګه په کابل سېند کې هم کثافات زیات شوي چې د سېلابونو پرمهال د اوبو د راپورته کېدو لامل کېږي، له مسوولینو هیله لرو چې دغو ستونزو ته جدي پام وکړي.»
په همدې حال کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر محمدحکیم صافی وایي، حشرات له کثافاتو څخه خوراکي توکو ته میکروبونه لېږدوي چې د انسانانو د ډول ډول ناروغیو لامل کېږي او دغه راز کله چې کثافات وچ شي، د باد په واسطه هوا ته پورته کېږي چې د تنفسي ناروغیو لامل کېږي:
«له یوې خوا چې په دغو کثافاتو حشرات کیني او بیا همغه حشرات په خوراکي توکو کیني نو د ډول ډول ناروغیو لامل کېږي، بلخوا بیا کوم کثافات چې له ویالو او لښتیو خلکو یا ښاروالۍ ایستلي وي او بیا هغه نه لېږدوي او هملته وچ شي، په هوا کې ګډ شي چې په دې وروستیو کې تنفسي ناروغۍ هم ډېرې زیاتې شوې دي.»
کابل ښاروالي بیا د ښار په پاکوالي کې د خپلو هڅو د دوام ډاډ ورکوي، خو په ورته وخت کې د ښاریانو په همکارۍ هم ټینګار کوي.
د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس نعمت الله بارکزی وایی: کثافات د تېر په پرتله په کابل ښار کې کم شوي او ټینګار کوي چې د تنظیف کارکوونکي په جدي توګه خپلې چارې مخته وړي: «فعلا د کابل ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکي په خپلو کارونو بوخت دي، خلک چې وایي، کثافات زیات شوي خو موږ وایو برعکس کثافات کم شوي او موږ کولای شو چې د کابل ښار په پاکوالي کې هغه خپله ایماني او وجداني دنده ادا کړو.»
بارکزی په ورته وخت کې وایي، کابل ښاروالي د بارانونو په موسم کې جدي کار کوي، ترڅو د سړکونو غاړې ویالې او د اوبو د تګ لارې پاکې وساتي، خو زیاتوي چې د کابل ښار منظم کانالېزاسیون نه لري او دغه ویالې یوازې د اوبو لپاره جوړې شوې نه د کثافاتو لېږد لپاره.
بارکزی وایي، کابل کې په زرګونو کیلومتره ویالې دي او دوی یې په جدي توګه پاکوي، خو په خبره یې که خلک همکاري ونه کړي، نو دغه ویالې او لښتي په یوه ورځ کې بېرته د کثافاتو له کبله بندیږي:
«د بارانونو موسم چې کېږي زموږ کار هم جدي کېږي، خو دا باید په پام کې ولرو چې کابل ښار منظم کانالېزاسیون نه لري او دغه لښتي چې جوړ شوي دي دا د اوبو لپاره ډېزاین شوي دي، نه د پاپړو د پاکټونو، پلاستیکونو اوبو د بوتلونو او داسې نورو لپاره، هڅه مو دا ده چې دا کانالونه ټول پاک وساتو خو تاسو ته معلومه ده چې په زرګونو کیلومتره لښتي او کانالونه دي که ښاریان همکاري ونه کړي دا که موږ پاک هم کړو خو په یوه ورځ کې بېرته ټول بندیږي.»
د یادولو وړ ده چې ښاریان په کابل ښاروالۍ نیوکې کوي چې په خپلو چارو کې پاتې راغلې خو کابل ښاروالي بیا وایي، چې په کابل کې ښاري فرهنګ کمزوری دی او خلک کثافات خپلو مشخصو ځایونو ته نه رسوي، بلکې هرچېرته د سړک پرسر یا سېند ته اویا هم د سړک غاړو په ویالو کې یې اچوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA