د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست د پنجشبنې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې دا خبره کړې.
خبرپاڼه زیاتوي، په دغه جام کې به شاهین اسمایي، سیمرغ البرز، طوفان هریرود، میوند اتلان، د اباسین څپې او عقابان هندوکش لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبېږي.
دغه جام به تر لسو ورځو دوام وکړي.
د یادې لوبې نندارې لپاره له مینهوالو د ورتګ غوښتنه شوې ده.