د دې کمېټې له لوري پرون ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په تېر یو کال کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۲ افغان خبریالان وژل شوي او له ۲۳۰ نورو خبریالانو سره تاوتریخوالی ترسره شوی، چې وهل ډبول، ګواښل او نور موارد پکې شامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په دغو پېښو کې د وژنې یوه او تاوتریخوالي ۶۷ پېښې د اسلامي امارت د واکمنۍ او پاتې د پخواني حکومت پر مهال رامنځته شوې دي.
یادې کمېټې له اسلامي امارت غوښتنه کړې چې د خبریالانو امنیت خوندیتوب لپاره هڅې وکړي او هغو کسانو ته جزا ورکړي چې له خبریالانو سره یې تاوتریخوالی ترسره کړی دی.
په هېواد کې د خبریالانو پر حالت پر داسې مهال اندېښنه څرګندېږي چې ملګرو ملتونو هم په ټوله نړۍ کې د خبریالانو روان حالت د اندېښنې وړ بللی دی.
د دغه سازمان مشر انتونیوګوترېش پرون د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پایته رسېدو نړیوالې ورځې په مناسبت په پیغام کې ویلي چې په یو کال کې په ټوله نړۍ کې ۶۲ خبریالانو د بېلابېلو پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي په دې برخه کې له ښکېلو هېوادونو د پوره څېړنو غوښتنه کړې ده.