ads

ژورنالېستان: رسنیو ته دې قانوني او حقوقي چوکاټ جوړ شي

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیه په هېواد کې د ژورنالېستانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وایي، چې که د رسنیو او خبریالانو د فعالیت لپاره یو قانوني چوکاټ او حقوقي ملاتړ رامنځته نه شي، نو رسنۍ او خبریالان به لا نور هم له ګواښ سره مخ شي.

فضل هادي حمیدي
5 لړم 1400
ژورنالېستان: رسنیو ته دې قانوني او حقوقي چوکاټ جوړ شي

د دې اتحادیې د رسنیو مسوول مسرور لطفي د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، په تېرو شاوخوا دوه میاشتو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۳۰ پېښې دوی ثبت کړې چې د تېر وخت په پرتله بېساری زیاتوالی په ډاګه کوي او په وینا یې؛ لوی لامل یې هم د خبریالانو او رسنیو د فعالیت لپاره د یو قانون یا مېکانېزم نشت دی.
ښاغلي لطفي زیاته کړه، له یوې خوا خبریالان له امنیتي ستونزو او ګواښونو سره مخ دي او له بلې خوا بیا معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې محدودیتونه ډېر شوي دي.
نوموړی وایي، په وار وار یې د افغانستان د اسلامي امارت له مسوولینو سره خبرې کړې ترڅو په ګډه د رسنیو د کار لپاره یوه تګلاره رامنځته کړي، خو په وینا یې د اسلامي امارت مسوولینو ژمنې کړې خو په دې اړه لاهم عملي اقدام نه دی شوی:
«د هېواد په کچه له خبریالانو سره د تاوتریخوالي له ۳۰ ډېرې پېښې شوې دي، د دغو پېښو نېږدې ۹۰ سلنه یې د طالبانو له خوا دي او پاتې لس سلنه د نامعلومو کسانو له خوا شوې، څلوېښت سلنه د یادو پېښو وهل او ډبول وو او نېږدې همدومره نور یې بیا لفظي ګواښل دي، شل سلنه پېښې کابل کې شوې او ۸۰ سلنه ولایتونو کې، په دوه وروستیو میاشتو کې یو شهید لرو او یوه ټپي.»
په ورته وخت کې یو شمېر خبریالان هم روان وضعیت اندېښمن کړي او وایي چې د خبر او راپور جوړولو پرمهال ډېر کله ګواښل کیږي.
یو تن کابل میشتي خبریال نذیر شینواري له کلید سره په خبرو کې وویل، سربېره پردې چې ډېر کله معلوماتو ته لاس رسی نه لري او د اسلامي امارت مسوولین د ډیری موضوعاتو په اړه معلومات نه ورکوي، خو بیا هم د راپور جوړولو پرمهال ګواښل کیږي او آن وهل او ډبول کیږي: «واقعا په دوه وروستیو میاشتو کې د خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالی زیات شوی، تاسو هم شاهدان یاست چې دوی په بېلابېلو ځایونو کې وهل شوي او ډبول شوي او خبریالان دغه وضعیت اندېښمن کړي او د دې ترڅنګ معلوماتو ته لاس رسی هم محدود شوی دی.»
خو د افغانستان د اسلامي امارت مسوولین بیا له خبریالانو سره د تاوتریخوالي په اړه د ژورنالېستانو د ملي اتحادیې شمېرې نه مني او وایي چې اسلامي امارت له خبریالانو سره ښه چلند کوي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي کلید ته وویل، اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دی او په وینا یې رسنۍ له یو شمېر نظامي قطعاتو، زندانونو او ځینو نورو ځایونو پرته نور په ټول هېواد کې په هره برخه کې ازاد فعالیت کولای شي.
کریمي زیاته کړه، که په ځینو مواردو کې له خبریالانو سره د اسلامي امارت اړوندو افرادو له خوا ناوړه چلند هم شوی وي، دوی یې تعقیبوي او هڅه کوي چې دغه شمېر صفر کړي: «دا راپورونه زه نه تاییدوم، اسلامي امارت له رسنیو سره ډېره ښه همکاري لري، د مرکز په ګډون په ټولو ولایتونو کې رسنۍ آزادانه فعالیت کوي، تاسو شاهدان یاست چې اسلامي امارت یو وړوکی طرزالعمل چمتو کړ رسنیو ته چې څو ټکي پکې وو چې هېڅ مشکل هم نه وو، یوازې اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی او په هېواد کې سمتي، قومي او ژبنیو تعصباتو ته لمن نه وهلو لارښوونې او توصیې پکې شوې وې نور رسنۍ په ټول هېواد کې ازادانه فعالیت کولای شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره ډېری رسنۍ وتړل شوې خو د تړل کېدو لوی علت یې اقتصادي ستونزې بلل شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA