ads

په لښکرګاه کې بست راډیو خپرونې ودرولې

د هلمند په مرکز لښکرکاه کې د بست خصوصي راډيو د نشراتو مسول نمعت الله همت د دوشنبې په ورځ کلید ته وویل، دې راډیو په ۲۰۰۷ میلادي کال کې په لښکرګاه کې په ۸۹،۸ اف ام څپو نشرات پیل کړل او له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې یې په بېلابېلو برخو کې خپرونې او خبرونه خپرول.

حضرت محمد روحاني
3 لړم 1400
په لښکرګاه کې بست راډیو خپرونې ودرولې

د ده په خبره، اوسنۍ اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې راډیو خپل نشرات ودروي.
«بسټ راډیو په ۲۰۰۷ میلادي کال کې په لښکرګاه کې فعالیت پیل کړی، په یاده موده کې موږ په ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ ساعته نشرات درلودل. ښوونیزې، ادبي، معلوماتي، روغتیایي، سیاسي او نورې خپرونې مو درلودې. خو د اقتصادي ستونزو له امله اړ شوو چې خپرونې ودروو.»
بلخوا بیا په لښکرګاه کې د لښکرګاه په نوم د سیمه‌ییزې راډیو مسول عبدالستارعطایي هم کلید ته وویل، هره راډيو یو شمېر کارکونکي لري او لګښتونه یې خورا ډېر دي. که رسنیو ته سوداګریز اعلانات ورنه کړل شي او یا مرستندویه بنسټونه مرستې ورسره ونه کړي، شونې ده چې ډېری رسنۍ به فعالیت بند کړي.
«موږ وینو چې اقتصادي حالت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی، که مرستندویه بنسټونه له رسنیو سره همکاري ونه کړي، شونې ده چې ډېری رسنۍ به له کاره ولوېږي.»
همدارنګه د غږ په نوم د یوې بلې راډیو مدیر مسول له اسلامي امارت غواړي چې له یادو راډیوګانو سره مرستې وکړي، څو خپلو خپرونو ته دوام ورکړي.
«موږ له شته حکومت غواړو چې زموږ لاسنیوی وکړي او اقتصادي ستونزې مو حل کړي.»
په هلمند کې درې ټلویزیونونه او نهه خصوصي اف ام راډیوګانې فعالیت لري، چې مسکا، ژوندون او یو شمېر نورو یې د اقتصادي ستونزو له امله خپرونې درولې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA