ads

د اکتوبر ۲۴مه په نړۍ کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې ورځ ده

په دې وروستیو څو لسیزو کې ګڼ هېوادونه په دا ورځ د اقلیمي بدلونونو په اړه د عامه پوهاوي ترڅنګ خلک هڅوي چې څنګه د اقلیمي بدلون پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.

تاج ولي غورځنګ
2 لړم 1400
د اکتوبر ۲۴مه په نړۍ کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې ورځ ده

افغانستان هم یو له هغه هېوادونو دی چې د اقلیمي بدلون له اغیزمنتیا محروم ندی، خو چارواکي خبر ورکوي چې دوی هڅه کوي ترڅو د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې عامه پوهاوی زیات او د بدې اغیزمنتیا مخنیوي په برخه کې پلانونه جوړ کړي.

په افغانستان کې د اکتوبر ۲۴مه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې ورځ داسې مهال رارسیږي چې لا هم په هېواد کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې هڅې په ټپه ولاړې دي.

خو په ورته مهال د افغانستان اسلامي امارت هم اقلیمي بدلون د هېواد لپاره د خطر زنګ بولي او زیاتوي، که پر وړاندې یې جدي ګامونه پورته نشي، ښایي بدې پایلې ولري.

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او بریښنا وزارت مرستیال مجیب الرحمن عمر د خوړو بحران د مخنیوي او د فقر کچې د راټیټولو تر نوم لاندې ناستې ته وویل، که د اقلیمي بدلون پر وړاندې پڅ چلند وشي، ښایي د هېواد په ټولو چارو بدې اغیزې ولري.

د نوموړي په خبره، اوس مهال افغانستان د یو سخت اقلیمي بدلون له څپې سره مخ دی چې په اړه یې باید ټول یو موټی مبارزه وکړو.

«که څه هم په نړۍ کې د اقلیمي بدلون په اړه له وخت وړاندې بحثونه او مبارزې وې، خو په افغانستان کې هم دغه څپه را روانه ده او په اړه یې باید خبر او عامه پوهاوی ولرو.

د اوبو او بریښنا وزارت مرستیال مجیب الرحمن عمر دغه راز وویل، دوی هڅه کوي چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د خلکو عامه پوهاوی زیات کړي، ترڅو ددغه لویې ننګونې مخه ونیسي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه، د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه د سیاسي ثبات ترڅنګ ملي یووالي او ملي پرګرامونو ته هم اړتیا لري، ترڅو په اړه یې ګډه فکر او کار وکړو.

«د هرې ننګونې پر وړاندې که کډه مبارزه وشي، نو معلومه خبره ده چې ښه پایله به هم لري، نو موږ او تاسې هم اوس یوې ګډې مبارزې ته اړتیا لرو ترڅو له اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه وکړو.»

بل لورته د چارو شنونکي هم اقلیمي بدلونونه د افغانستان پر وړاندې د خطر زنګ بولي او زیاتوي، د افغانستان اسلامي امارت باید د اقلیمي بدلون پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.

د چارو شنونکی سید الیاس سعادت وایي، که د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه ونه کړو، ښایي هېواد له یو بل ناوړه ناورین سره مخ کړي.

نوموړی زیاتوي، د افغانستان اسلامي امارت باید اقلیمي بدلون یو جدي ګام وبولي او په اړه یې د وخت مطابق پلانونه جوړ کړي.

«په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو له امله هر کال بېوزله بزګران لویه ضایع ورکوي، په دې برخه کې له اسلامي امارت هېله کیږي چې جدي ګامونه پورته کړي او د وخت مطابق پلانونه ورته جوړ کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اقلیمي بدلونونو له امله د افغانستان ډېری سیمې له سختو ننګونو سره مخ دي. همدا اوس هم د افغانستان ډېری ولایتونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله خلک اړمن شوي ترڅو خپلې مېنې پریږدي او نورو ځایونو ته کډې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA