د ښاروالۍ مسوولين بيا ياده ستونزه ردوي او ټينګار کوي چې د دوی کاري ډله هره ورځ د ښار بېلابېلې سيمې پاکوي.
د هلمند په لښکرګاه کې د نورو بېلابېلو ښاري ستونزو ترڅنګ پهدې وروستيو کې د ښار پاکوالي ته د ښاروالۍ د نهپاملرنې په تړاو د ښاريانو نيوکې او اندېښنې زياتې شوي دي.
د ښاريانو په خبره، د ښار په بېلابېلو سيمو کې په پراخه کچه کثافت پراته دي او د ښاروالۍ مسوولينو بيا دې برخې ته چندان پاملرنه نهده کړې.
((د کورنو مخې ته کثافات پراته دي، موږ نه پوهېږو چې د ښاروالۍ د کارکوونکو لخوا ولې نه وړل کیږې، دغه کثافاتو څخه یو لړ ناروغۍ هم راپيدا کېږي، زموږ غوښتنه دا ده چې ښارولۍ مسوولین باید ورته پاملرنه وکړي))
بلخوا د لښکرګاه د ښاروالۍ رياست مسوولين بيا دا موضوع ردوي چې ګواکې د ښاروالۍ د کارکوونکو لخوا ښاري پاکوالي ته پام نهدی شوی.
د ښاروالۍ وياند محمد طاهر ابشار وايي، د پخوا په څېر د ښاروالۍ کارکوونکي د ښاري پاکوالي په برخه کې پر کارونو بوخت دي او ټول هغه کثافات یې ليرې کړي چې له کلونو راهیسې د ښار په بېلابېلو سيمو کې پراته وو.
((د لښکرګاه ښاروالۍ خپل معالیتونه ګړندي کړي، تاسو پوهیږې چې ښاروالۍ د پخوانیو موټرو ترڅنګ له نور موټرو څخه هم د ښار په پاک ستلو کې ګټه اخلي او هره ورځ له ښاره ۱۳۰متره مکعب کثافات اېستل کېږې ))
د ښار په بېلابېلو سيمو کې د کثافاتو زياتوالي په تړاو د ښاريانو نيوکې پر داسې مهال زياتې شوي چې د پخوا په پرتله په لښکرګاه ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه هم زياته شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ