ads

جلال اباد ښار کې د ښاري نظم په موخه کمپاین پیل شو

جلال اباد ښار کې  دښاروالۍ له لوري د ښاري نظم د رامنځته کولو په موخه کمپاین دوام لري.

منصور یوسفزی
25 تله 1400
جلال اباد ښار کې د ښاري نظم په موخه کمپاین پیل شو

د ښاروالۍ د مسولینو په خبره دا کمپاین یې له تیرو څو ورځو راهیسې په جلال اباد ښار او اړونده ناحیو کې پیل کړی.

د ښاروالي ویاند ناصر خان شیرزي کلید ته وویل،  د دې کمپاین پر مهال به په ښار کې له غير قانوني ځايونو څخه غرفې، تختونه او کراچۍ لرې او د ښاروالۍ له لوري مشخصو ځایونو ته به انتقال شي.

 د شیرزي په خبره د د کمپاین له پیلدو یې موخه د ښار واټونه او پلې لارې له کراچۍ چلوونکو او نورو لاسي پلورونکو پاکول او ښاري نظم رامنځته کول دي.

ناصرخان شیرزي زیاته کړه:«د جلال اباد ښاروالۍ له لوري په ښار کې د ښاري نظم په موخه له تیرو څو ورځو راهیسې کمپاین پیل شوی هم په ښار او هم په ناحیو کې تیره ورځ مو د اوومې ناحیې اړوند سره رود دوه سرکې سیمه کې کمپاین پیل کړ او کراچۍ مو هغه ځای ته انتقال کړې چې د ښاروالۍ له لوري ورته مشخص شوي، زمونږ هدف ښاري نظم رامنځته کول او خلکو ته اسانتیاوې دي.»

نوموړی وایي، د ښار په داخل کې یې د ټولو کراچۍ چلوونکو او نورو پلورونکو لپاره په مختلفو ځایونو کې ځانګړي ځایونه مشخص کړي

د شیرزي په وینا که څوک د ښاروالۍ له شوې پریکړې سرغړونه وکړي نو کراچۍ یې ضبط کیږي.

ناصر خان شیرزی زیاتوي:«دا ځل د ښاروالۍ له لوري کمپاین په ډير جدیت سره دوام لري او ټولو کراچۍ چلوونکو لپاره ځایونه مشخص شوي، لکه د چپرهار هډې په سیمه کې او داسې نورو ځایونو کې نو ټول کراچۍ چلوونکي به هماغه ځای ته انتقالیږي او خپل دوکانداري به هلته کوي.»

بل لور ته کراچۍ چلوونکي او لاسي پلورونکي د ښاروالۍ له لوري له پیل شوي کمپاین خوښ نه دي او شکایت کوي، چې له یوې خوا اقتصادي ستونزې او د داشان کمپاینونو پیلید هغه څه دي چې له امله به یې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن رامنځته شي.

کراچۍ چلوونکي له ښاروالۍ غوښتنه کوي چې دوی ته  دښار په داخل هغه ساحو کې ځایونه مشخص شي چې د خلکو لاسرسی ورته ډیر وي.

«مونږ له ښاروالۍ غوښتنه کوو، چې دا کمپاین یې باید اوس نه وی ترسره کړی، ځکه له لوې خوا د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او له بلې خوا د ښاروالۍ دا کمپاین به د ولس او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کړي،زمونږ غوښتنه له ښاروالۍ د ا ده چې باید کراچۍ چلوونکو ته د ښار په داخل کې داسې ځایونه ورکړل شي، چې زمونږ دوکانداري په کې وشي او د خلکو لاسرسی ورته ډیر وي.»

په همدې حال کې جلال اباد ښاریان بیا  د ښاروالۍ له لوري په ښار کې د ښاري نظم په موخه د پیل شوي کمپاین خوښ دي او د دا ډول کمپاینونو د دوام غوښتنه کوي.

«له دې وړاندې به ولسي خلک له سختو ستونزو سره مخ وي ورځ تربلې په ښارې کې بې نظمي زیاتیدله او ولسي خلکو نشو کولای په خپل وخت د ژوند چارې ترسره کړي نو مونږ له دې کمپاین خوښ یو او تمه لرو، چې دا ډول کمپاینونه دې دوامداره شي، ترڅو په ښار کې ستونز کمې شي.»

د جلال اباد ښار په مختلفو برخو کې خپل سرې هډې، د ترافیکي اصولو نه مراعات کول، په پلو لارو کې د کراچۍ چلوونکو او لاسي پلورونکو دریدل هغه لاملونه دي چې له امله یې ورځ تربلې ښاري بې نظمي زیاتیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA