ads

په هېواد کې ۵۹نور کسان پر کورونا اخته شوي

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۵۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۵۵ زره او ۵۹۹ تنو ته ورسېد

محمدخان بریال
20 تله 1400
په هېواد کې ۵۹نور کسان پر کورونا اخته شوي

له دغه وزارت څخه په خپرو شوو شمېرو کې راغلي، په یاده موده کې له دې وبا څخه دوه تنه مړه شوي او ۱۵۶ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۷۲۳۰ او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۲۶ زره او ۶۱۵ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA