ads

په پاکستان کې کورونا ۵۴ تنه مړه کړي

د پاکستان روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد  کې ۱۳۰۰کسان پر کوېډ ـ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او په همدې موده کې ۵۴ تنه مړه شوي دي.

محمدخان بریال
13 تله 1400
په پاکستان کې کورونا ۵۴ تنه مړه کړي
په پاکستان کې د کورونا ویروس
د پاکستان د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې له کورونا ویروس څخه د مړه شوو کسانو شمېر له ۲۷زره اوښتی او تر اوسه له ۱۲۵زره څخه زیات کسان پر دې وبا اخته شوي دي.
د پاکستان حکومت د درېیمي څپې د کابو کولو لپاره یو شمېر بندیزونه هم لګولي، خو بیا هم پکې د کورونا ویروس مثبتو پېښو شمېر مخ په لوړېدو دی.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۲۳۵میلیونه ډېر شوی او  نېږدې پنځه میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA