ads

«حکومت دې د خبریالانو د ستونزو حل لپاره اقدام وکړي»

خبریالانو او د مدني ټولنې یوشمېر غړو د دوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې د رسنیو په وضعیت، د خبریالانو په اقتصادي ستونزو او بېکارۍ، د خبریالانو په نامه بهرته د نورو کسانو د تګ، په هېواد کې د ننه د پیسو په بدل کې د خبریالۍ د جعلي اسنادو په جوړولو او داسې نورو مسایلو اندېښنې څرګندې کړې.

فضل هادي حمیدي
5 تله 1400
«حکومت دې د خبریالانو د ستونزو حل لپاره اقدام وکړي»

خبریال سراج الدین پټان وایي، ګڼې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله سقوط شوې او یا هم د سقوطېدو په حال کې دي او له دې سره ګڼو خبریالانو هم خپلې دندې له لاسه ورکړې چې باید دغو ستونزو ته جدي پام وشي.
پټان وایي، د رسنیو اقتصادي ستونزې پخوا هم وې خو اوس په هېواد کې له سیاسي تحول سره دغه ستونزه لویه شوې ده:
«له بده مرغه ګڼې رسنۍ وتړل شوې او ځينې یې د تړل کېدو په حال کې دي او که دغو ستونزو ته پام ونه شي، نو ډېرې کمې رسنۍ به پاتې شي. زه هیله لرم چې د افغانستان نوی نظام او نړیواله ټولنه دغو ستونزو ته جدي پام وکړي. له بده مرغه همدا اوس ګڼ شمېر خبریالان هم بېکاره شوي دي او که څوک په دندو کې هم شته د هغوی معاشونه کم شوي او یا هم ځنډېدلي دي.»
په همدې حال کې د خبریالانو او مدني ټولنو د ګروپ مسوول نصیراحمد اخترزی وایي، په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ځینې مطبعې او د خبریالانو له حقونو د دفاع یو شمېر بنسټونه خلکو ته د پیسو په بدل کې جعلي اسناد جوړوي او هغوی بیا د یادو اسنادو پرپنسټ د خبریال په نامه نورو هېوادونو کې پناه اخلي.
اخترزی له نړیوالو غوښتنه کوي چې د هغو کسانو اسناد دې په دقیقه توګه وڅيړي چې له افغانستان څخه د خبریال په نامه تللي دي:« په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې مطبعې د ۱۵۰ او ۴ سوو ډالرو په بدل کې چې دهرې رسنۍ هر ډول اسناد وغواړي ورته جوړوي یې او بیا یو ایمېل هم شته چې که د اسنادو په اړه پوښتنه پیدا شي، هغوی بیا ځواب ورکوي. زموږ غږ پر نړیواله ټولنه دا دی، هغه کسان چې بهر ته د خبریال یا مدني فعال په نومونو تللي دي باید اسناد یې په دقیقه توګه وڅېړل شي چې دوی څوک دي او له کوم ادرس څخه تللي دي.»
د خبریالانو او مدني فعالانو د ګروپ مسوول نصیراحمد اخترزی په ورته وخت کې د افغانستان له اسلامي امارت څخه غواړي چې د مطبعو له خوا د خبریالۍ د جعلي اسنادو د جوړولو مخه دې ونیسي او د بیان ازادۍ ته دې ژمن پاتې شي:
«د افغانستان اسلامي امارت مخکې هم ویلي وو چې دوی د خبریالانو د خوندیتوب په اړه ژمن دي او دا ژمنتیا باید اوس په عمل کې ثابته کړي، موږ ترې درې غوښتنې لرو، لومړی باید مطبعې وڅاري، دوهمه غوښتنه مو دا ده چې خپل خبریال او مدني فعال ته ارزښت ورکړي او درېیمه غوښتنه مې دا ده چې عملا د بیان ازادۍ ته ژمن پاتې شي.»
په همدې حال کې خبریاله فروزان خلیل یار وایي، د دوی غوښتنه دا نه ده چې باید خامخا له هېواده بهر نورو هېوادونو ته ولېږدول شي، بلکې دوی غواړي چې په کور د ننه ټولو نارینه او ښځینه خبریالانو ته خوندي کاري چاپیریال رامنځته شي ترڅو خپل ژوند ته په هېواد کې دوام ورکړي:
«موږ نه وایو چې موږ دې بهر ته ولېږدول شو او یا دې له افغانستان څخه حتمن وایستل شو، موږ ته دې همدلته د کار زمینه برابره شي، له اسلامي امارت څخه غواړو چې ټولو ښځینه خبریالانو او فعالینو ته چې اوس په کورونو ناستې دي او ډېرو ته د اولاد سرپرستي هم ورپه غاړه ده، د کار زمینه دې ورته برابره کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره هم مهاله ګڼو کسانو د خبریالانو او مدني فعالینو په نامه هڅه کړې چې بهر ته ولاړ شي او ډېری کسان خو یې تللي هم دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA