ads

په خوست کې رسنۍ له خرابېدونکي حالت سره مخ دي

پر هېواد د طالبانو د واکمنېدو سره همهاله په یو شمېر ولایتونو کې د رسنیو د تړل کېدو او ځينو نورو کې د نشراتو د کمېدو خبرونه ورکړل شوي.

بختاجان بختیار
25 وږی 1400
په خوست کې رسنۍ له خرابېدونکي حالت سره مخ دي

خوست هم هغه ولایت دی چې په تېرو شلو کالونو کې پکې د راډیو ګانو او تلویزیونو ترڅنګ ګڼ شمېر چاپي رسنیو هم فعالیت درلود.
خو اوس مهال په دې ولایت کې د رسنیو مسولین وایي، په یو شمېر برخو کې پر رسنیو بندیزونه او ترڅنګ یې اقتصادي ستونزې هغه څه دي، که پام ورته ونشي، نو لېرې نه ده چې رسنۍ به خپلو نشراتو ته د پای ټکی کېږدي.
په خوست کې د غرغښت په نوم د یو خصوصي تلویزیون د نشراتو مسول رضوان میاخېل وایي، هغه موسیسات چې پخوا یې د اعلاناتو او په نورو برخو کې د رسنۍ لاسنیوی کاوه، اوس مهال تړل شوې او رسنۍ نه شي کولی چې یوازې د ښار د کوچنیو کاروبارونو پر اعلاناتو خپل لګښتونه پوره کړي:
«مهمه خبره داده چې رسنۍ په تېر نظام کې هم د مالي ستونزو سره مخ وې، اوس چې ګورو په بازار کې د هټیو پر اعلاناتو امکان نه لري، چې د تیلو، ډوډۍ او همکارانو معاشونه ور پوره کړو.»
د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې ګڼ شمېر خبریالانو خپلې دندې پر اېښې او ډېری نور هم په دې هڅه کې دي چې دې ډګر سره خدای په اماني وکړي.
په خوست کې د نن راډيو په نوم د یوې خصوصي محلي رسنۍ دنشراتو مسول کریم الله نظیري د خپلې راډيو په تړاو کلید ته داسې وویل:
«زموږ شپږو همکارانو خپلې دندې پر ایښې، ځکه وېره لري، چې دلته به محدودیتونه زیات شي، ممکن تفریحي خپرونو او موسقۍ باندې بندیز ولګول شي، دا او ځینې نور لاملونه دي چې دوی خپلې دندې خوشې کړې.»
د نظیري په خبره، په نشراتو کې یې هم د پام وړ بدلون راوستی، چې ځینې تفریحي خپرونې له خپل مهال وېش څخه ایستل شوې او په ځینو نورو برخو کې محدودیتونه وضع شوي:
«ځينې خپرونې مو له مهالویش حذف کړې، د اسلامي امارت مسولینو راته ویلي، چې له مبتذلې موسقۍ ډډه وکړئ. د مېرمنو ټلیفوني اړیکې مه اخلئ، که یې اخلئ هم، نو په مشخصه او اړینه موضوع کې به وي. که دا ډول محدودیتونه وضع کېږي، طبعا په نشراتو کې تغیر راځي او دا پر رسنیو اغیزې لري.»
لیکوال او ژورنالیست نوراجان بهیر چې په هېواد کې د بدلون راتلو وروسته د رسنیو روان وضعیت څاري وایي، که د رسنیو دا حالت همداسې دوام پیدا کړي، نو رسنۍ به تر ډيره خاموشې او پدې سره به هغه پول هم ونړیږي چې رسنیو د ولس او حکومت ترمنځ ایجاد کړی:
«دنوي بدلون په راتګ سره زما د معلوماتو له مخې یوازې د خوست په رسنیو کې له ۳۰ تر ۵۰ پورې کارمندانو دندې پر اېښې، په نشراتو کې بدلون راغلی او ترڅنګ یې نشراتي ساعتونه راکم شوي. که حالت همداسې دوام وکړي ممکن ډېری رسنۍ خپل فعالیتونه ودروي، کله چې د رسنیو فعالیت بند شو، دا پدې معنا ده، چې د ولس او حکومت ترمنځ پول ختم شو او ولس به وشي کولی چې خپلې ستونزې په وخت تر مسولینو او یا مسولین خپل پیغامونه تر ولس ورسوي.»
په خوست کې دا مهال ۱۳ راډيوګانې، ۴ تلویزیونونه او یو شمېر مهالنۍ هم فعالیت لري، خو وېره شته که حالت همداسې دوام پیداکوي، نو په دې ولایت کې د شته رسنیو د تړل کېدو او ځينو نورو د نشراتي ساعتونود کموالي او په نشراتي پالیسو کې د لوړ تغیر احتمال شته.
طالبانو که څه هم د رسنیو پر فعالیت بندیز نه دی لګولی، خو د سیمه ییزو او محلي رسنیو لپاره د تمویل او حالت عادي کېدو لپاره یې کومه تګلاره هم تر اوسه نه ده اعلان کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA