د چاپيريال ساتنې ملي ادارې هم په دې اړه اندېښنه ښوودلې ده.
يادې ادارې په يوې اعلامیې کې ويلي چې په نورستان کې د ځنګلونو د رېبل لړۍ په بېرحمۍ سره روانه ده او بايد مخنیوی یې وشي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ځنګلونه د هېواد ملي شتمني ده او ترڅنګ یې د هوا پاکوالي، د سېلابېلونو د مخنيوي او نورې ډېرې ګټې لري.
د چاپيريال ساتنې ملي ادارې ټينګار کړی چې د ځنګلونو په ساتنه کې بايد ټول ونډه واخلي.
که څه پهدې اړه بريالي نهشوو چې د اسلامي امارت د چارواکو نظر واخلو، خو په ولسي جرګه کې بيا د کنړ د خلکو پخوانيو استازو له دغه ولايت څخه پاکستان ته د لرګيو چاقاق موضوع رد کړه.
وږمې ساپۍ کليد ته وويل، دوی ته رسېدلي معلومات ښيي چې طالبانو د لرګيو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
نوموړې وويل:
«دا راپورونه او خبرونه چې خپرېږي هېڅ حقیقت نهلري، موږ چې هلته له خلکو سره خبرې وکړې، هغوی وويل چې طالبانو د لرګيو د قاچاق مخنیوی کړی او ان د سوند لپاره هم د ونو وهلو ته اجازه نهورکوي.»
بلخوا د چارو يو شمېر شنونکي بيا وايي، ځنګلونه له اقتصادي پلوه ډېر ارزښت لري او په غیر قانوني ډول د ځنګلونو د رېبلو مخنیوی شي.
سيد قیس سعيدي کليد ته وويل، د ځانګلونو او ونو په شتون کې هوا پاکېږي، د سېلابونو مخنیوی کېږي او ترڅنګ یې څارويو ته د ژوند کولو لپاره ښه چاپيریال برابرېږي.
نوموړي زياته کړه، په ځنګلونو کې له زړو ونو څخه هم بېلابېلې ګټې پورته کېدای شي او که ځنګلونه او ونې وهل کېږي، د ځانګړي ميکانیزم لهمخې دې ووهل شي.
سعيدي وويل:
«ځنګلونه او ونې د هېواد اقتصاد لپاره خورا ډېرې ګټې لري، د ځنګلونو او ونو په شتون کې هوا پاکېږي، د سېلابونو مخنیوی کېږي او د څارويو او حيواناتو د ژوند لپاره هم ښه چاپيريال برابرېږي، د ځنګلونو ونې چې کله زړې شي بيا هم ترې ښه ګټه پورته کېدای شي، د دغو ونو له لرګيو څخه څوکۍ، کوچونه او نور څېزونه جوړېږي.»
د چارو بل شنونکی امېد حیران بيا وايي، ځنګولونه او ونې د هېواد ملي شتمني ده، په شتون کې یې چاپيرپال ښکلی کېږي او د غير قانوني رېبلو او قاچاق مخنیوی یې بايد وشي
حيران کليد ته وويل، که ځنګلونه او ونې د شفافې پروسې لهمخې ووهل شي او نورو هېوادونو ته صادر شي، نو له اقتصادي پلوه هېواد ته ګټه رسولی شي.
نوموړي وويل:
«ځنګلونه خو د خلکو ملي شتمني ده او له دې سره چاپيريال ښکلی کېږي، ځنګلونه بايد ونهوهل شي او د لرګيو د چاقاق مخینوی بايد وشي.»
دا په داسې حال کې ده چې پخوا هم په بېلابېلو ولايتونو کې د ځنګلونو د رېبلو او لرګيو د قاچاق راپورونه خپاره شوي وو، خو اوس وکتل شي چې نوی حکومت به څومره د دې ستونزې مخنیوی وکړي.