د دغه ګوند مشر سیدجواد حسیني د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د امریکا او ناټو ځواکونه باید له افغانستان څخه مسوولانه وتلي وی، خو هغوی چې وتل وحشت یې وکړ، په هوایي ډګر کې یې د افغانانو سپکاوی وکړ، ملکي او نظامي وسایط ،تاسیسات او الوتکې یې تخریب کړې چې دا کار یې غندي.
ښاغلی حسیني وایي: «د افغانستان بهرنی سیاست باید په ښه توګه مدیریت شي، هسې نه چې افغانستان یو ځل بیا انزوا ته ولاړ نه شي.»
د عدالت او توسعې ګوند مشر سیدجواد حسیني په ورته وخت کې د هېواد راتلونکې ته هیله من دی او وایي، دا چې په هېواد کې پاتې دی او خپل سیاسي فعالیت ته یې دوام ورکړی؛ نو همدا یې راتلونکې ته هیله مندي ده او نوموړی له طالبانو غواړي چې له تېرو تجربو څخه په ګټې اخیستنې کولای شي د افغانستان لپاره یو ښه فرصت رامنځته کړي.
«له طالبانو مو هیله دا ده چې خپلو تجربو ته په کتو د افغانستان د راتلونکي لپاره یو ښه فرصت رامنځته کړي.»
په همدې حال کې د عدالت او توسعې ګوند له طالبانو غواړي چې یو ټولشموله حکومت رامنځته او کار دې اهل کار ته وسپاري.
د دغه ګوند غړی او ویاند شفیق الله شفیق وایي: «په راتلونکي حکومت کې باید روابط له منځه ولاړ شي او ټولې ګمارنې د وړتیا پر اساس وشي.»
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال طالب مشران په خپل منځ او له نورو افغانانو سره د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو پر سر په سلا مشورو بوخت دي.