ads

د نفوس چټکه وده او د هېواد کمزوری اقتصاد

د کلید ګروپ موندنې څرګندوي، چې په افغانستان کې د اقتصادي ودې په پرتله د نفوس وده چټکه ده او دا به په راتلونکې کې عامه خدمتونو له کمښت سره مخ کړي.

فضل هادي حمیدي
18 زمری 1400
د نفوس چټکه وده او د هېواد کمزوری اقتصاد

د کلیدګروپ د معلوماتو پربنسټ، اړوندې حکومتي ادارې د افغانستان د نفوس په اړه کره معلومات نه لري او ترمنځ یې همغږي هم په ټیټه کچه ده.
د احصایې او معلوماتو ادارې د معلوماتو پربنسټ، په کال کې د افغانستان نفوس ۲ اعشاریه ۱۴ سلنه زیاتېږي چې تېر کال دغه شمېر ۷۰۰ سوه زره تنه و، خو د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پربنسټ، بیا هر کال په افغانستان کې دوه میلیونه ماشومان نړۍ ته راځي.
د کلید ګروپ معلومات څرګندوي چې دولت په ځانګړې توګه د عامې روغتیا وزارت یوازې له دولتي روغتونونو څخه د نویو زېږېدلو ماشومان شمېرې ترلاسه کوي. د کلیو او بانډو خو څه چې په خصوصي روغتونونو کې هم د نویو زېږېدلو ماشومانو د شمېر په اړه معلومات نه لري.
د کلید ګروپ د موندنو پربنسټ، په داسې حال کې چې اقتصادي وده منفي ده او د اقتصادي ودې په پرتله د نفوس وده چټکه ده، خو بیا هم د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې معلومات څرګندوي چې د بېوزلۍ کچه راټيټه شوې ده.
د کلید ګروپ د معلوماتو پربنسټ، د اقتصاد وزارت اوس د نفوس په ملي پالیسۍ کار کوي او لاهم دغه پالیسي کابینې ته نه ده وړاندې شوې او د نفوس د کنترول او مدیریت لپاره بله داسې ځانګړې تګلاره نشته.
د کلیدګروپ له خوا ترلاسه شوي معلومات څرګندوي چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره د نفوس شمېرنې د طریقې یا کړنلارې د کره والي په اړه فیصدي هم نه وړاندې کوي چې دغه د سرشمېرنې کړنلاره څومره کره او دقیقه ده.
کلیدګروپ موندلې چې د اقتصادي ودې په پرتله د نفوس وده چټکه ده او که مدیریت نه شي نو کېدای شي په راتلونکې کې افغانان عامه خدمتونو ته په لاس رسي کې له ستونزو سره مخ شي او همدارنګه کېدای شي چې د بېوزلۍ او بېکارۍ کچې هم لوړې شي.
د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ویانده روبینا شهابي وایي، له تېر کال راهیسې د افغانستان نفوس ۷ زره تنه زیات شوی او په وینا یې، اوسمهال د افغانستان نفوس ۳۳ اعشاریه ۶ میلیونه دی: «سږ کال د افغانستان نفوس ۳۳.۶ میلیونه دی، خو تېر کال یعنې په ۱۳۹۹ کال کې چې موږ سرشمېرنه وکړه، د افغانستان نفوس ۳۲.۹ میلیونه و، چې له دې ډلې یې ۱۶.۱ میلیون ښځې او ۱۶.۸ میلیونه نارینه وو.»
د نفوس وده:
د د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ویانده روبینا شهابي وایي، په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان نفوس ۲۶ سلنه زیات شوی دی.
نوموړې وایي، د نفوس وده هم چټکه شوې ده، په خبره یې، له ۱۳۹۶ کال وړاندې د نفوس وده په کال کې ۲.۰۳ وه، خو اوس دغه فیصدي ۲.۱۴ ته لوړه شوې ده: «په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان نفوس څه د پاسه ۲۶ سلنه زیات شوی، چې په منځنۍ توګه په کال کې زموږ د نفوس وده ۲.۱۴ ده. یعنې هر کال د هېواد په نفوس کې له دوه سلنې ډېر زیاتوالی راځي. بله خبر دا ده چې زموږ د نفوس وده هم چټکه شوې، له ۱۳۹۶ کال وړاندې د نفوس وده ۲.۰۳٪ وه خو اوس دغه وده ۲.۱۴٪ ته لوړه شوې ده.»
په داسې حال کې چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره په یو کال کې د نفوس زیاتوالی اووه سوه زره تنه یادوي، خو د عامې روغتیا وزارت د حیاتي احصایې امر ډاکټر محمدخالد اکرام وایي، هر کال یوازې په دولتي روغتونونو کې له یو میلیون پورته ماشومان نړۍ ته راځي.
نوموړی وایي، له خصوصي روغتونونو څخه د نوزېږدو شمېرې نه لري، خو په ټوله کې د ځینو سروې ګانو پر بنسټ چې په تېرو کلونو کې شوې وایي، تر ۶۰ سلنې زیږېدنه په روغتونونو کې او پاتې ۴۰ سلنه په کورونو کې کېږي.
د ډاکټر اکرام په خبره، په ټوله کې هر کال تر دوه میلیونه ماشومان نړۍ ته راځي، خو زیاتوي چې ترڅنګ یې مړینې هم ډېرې دي چې هغه نه ثبتېږي، نو ځکه د نفوس کره شمېر نه معلومېږي: «په دولتي روغتونونو کې له ۱۰ تر ۱۲ لکو ماشومان نړۍ ته راځي، د دې سربېره تر ۴۵ سلنې ماشومان په کورونو کې نړۍ ته راځي خو د هغه شمېر موږ نه لرو، په ټوله کې ویلی شو چې ۶۰ سلنه ماشومان روغتونونو کې نړۍ ته راځي، که لس لکه د دولتي روغتونونو حساب کړو نو لس لکه په خصوصي روغتونونو او کورونو کې هم نړۍ ته راځي نو موږ ویلای شو چې په کال کې دوه میلیونه ماشومان نړۍ ته راځي خو تر څنګ یې مړینې هم ډېرې دي چې هغه نه ثبتېږي.»
د عامې روغتیا وزارت د حیاتي احصایې امر وایي، تېر کال د کورونا له کبله د نویو زېږېدلو ماشومانو د ثبت کچه ټیټه وه.
ډاکټر محمدخالد اکرام وایي، د تېر کال د درېیو ربعو شمېر ورسره شریک شوی چې شاوخوا ۳ سوه او ۴۳ زره کېږي؛ خو وړم کال یې په دولتي روغتونونو کې بیا لس لکه یا یو میلیون نوي پیدا شوي ماشومان ثبت کړي وو: «په ۲۰۲۰ م کال کې چې کومې شمېرې له موږ سره شریکې شوې یوازې په دوهمه ربعه کې د شمېرو په ثبت کې تر ۳۵ سلنې کموالی راغلی دی، چې علت یې هم د کورونا ناروغي وه او میندو نه غوښتل چې روغتونونو ته لاړې شي او د درېیو ربعو شمېرې لرو خو د څلورمې ربعې شمېرې موږ ته نه دي رارسېدلې، په لومړۍ ربعه کې ۱۳۷ زره او ۹۶ تنه، په دوهمه ربعه کې ۹۶ زره او ۶۴۶ تنه، او په درېیمه ربعه کې بیا ۱۰۹ زره او۲۵۷ تنه ماشومان په دولتي روغتونونو کې پیدا شوي او موږ ثبت کړي دي.»
د عامې روغتیا وزارت د حیاتي احصایې آمر د کلید د دې پوښتنې په ځواب کې چې که په کال کې دوه میلیونه ماشومان نړۍ ته راځي؛ نو په ۱۵ کلونو کې باید د افغانستان نفوس دوه چنده شي؟ وایي، دا یوه تخنیکي خبره ده خو بیا هم په افغانستان کې د مړینو شمېر نه ثبتیږي او مړینې هم ډېرې دي نو ځکه د نفوس کره شمېر نه معلومیږي چې څومره دی: «په افغانستان کې مړي هیڅ نه ثبتیږي او مړي هم ډېر دي، موږ ته خو د پیدا کېدو یوه اندازه معلومېږي خو د مړو شمېر نشته، که دا دواړه ثبت شي چې په کال کې څومره پیدا شوي او څومره کسان مړه شوي نو بیا موږ معلومولای شو چې نفوس مو کمیږي او که زیاتېږي.»
د عامې روغتیا وزارت د حیاتي احصایې آمر محمدخالد اکرام وایي، په هېواد کې یوازې د ۵۰ سلنه ماشومانو زېږېدنه ثبتېږي: «په ۲۰۱۹ کې چې موږ کوم معلومات د احصایې له ملي ادارې څخه ترلاسه کړل نو ۵۰ سلنه ماشومان ثبتېږي.»
په اقتصادي وده د نفوس د ودې آغېز او په اړه یې اندېښنې:
د اقتصاد وزارت د معلوماتو پربنسټ، د نفوس وده د اقتصادي ودې په پرتله چټکه ده او افغانستان یو د هغو هېوادونو له ډلې دی چې نفوس یې په چټکۍ وده کوي.
د دغه وزارت ویاند عبدالصبور نریمان وایي، د نفوس د ودې په پرتله زموږ د اقتصاد وده کمه ده او په وینا یې، افغانستان د نفوس د ودې له پلوه په نړۍ کې ۲۷ م ځای لري: «زموږ د نفوس په پرتله د اقتصاد وده کمه ده، هغه هم له دې کبله چې زموږ هېواد یو د هغو هېوادونو له ډلې دی چې نفوس یې په چټکۍ وده کوي، د نفوس وده تېر کال ۲.۱۴٪ وه خو سږ کال بیا ۲.۱۸٪ وه، زموږ هېواد د نړۍ په ۲۰۰ هېوادونو کې د نفوس د چټکې ودې له پلوه ۲۷ ځای لري.»
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د حیاتي احصایې آمر خالد اکرام هم وایي، چې د هېواد نفوس په چټکۍ سره زیاتېږي:« که موږ اوس دغو لویو ښارونو ته وګورو نو هیڅ ځای پکې نشته لکه کابل ټول ډک دی نو که څوک وایي چې نفوس نه زیاتېږي نو دا به هم ښه خبره نه وي، بلکې نفوس په ډېره چټکۍ سره زیاتېږي.»
له تېرو دوو کلونو راهیسې اقتصادي وده هم منفي ده او د دې ترڅنګ د نفوس وده بیا چټکه شوې ده.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالصبور نریمان وایي، لکه څرنګه چې کورونا د ټولې نړۍ اقتصاد وځپه، نو افغانستان هم زیان وکړ او په تېر ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان اقتصادي وده نېږدې منفي دوه سلنه وه: «له دوه کلونو راهیسې کورونا د نړۍ په اقتصاد اغېز کړی او په ۲۰۲۰ کال کې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر چې اقتصادي وده یې منفي وه، افغانستان هم منفي ۱.۹ سلنه اقتصادي وده درلوده.»
په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصادي وده منفي ده، خو د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ویانده وایي، د تېرو پنځو کلونو یعنې د ۱۳۹۵ کال په پرتله چې د بېوزلۍ په اړه سروې شوې وه، د بېوزلۍ کچه د پام وړ راټیټه شوې اوس په هېواد کې د بېوزلۍ کچه ۴۷.۱ سلنه او د بېکارۍ کچه بیا ۱۸.۵ سلنه ده: «۱۸.۵ فیصده بېکاري ده په هېواد کې، ۲.۳فیصده اقتصادي تورم دی او ۴۷.۱فیصده بېوزلي ده، خو د تېرې دورې په پرتله بېوزلي راټیټه شوې، تېره دوره یعنې تېر کال نه هغه دوره چې د بېوزلۍ په اړه پکې سروې شوې وه هغه ۱۳۹۵ کال و او په ۱۳۹۵ کال کې د بېوزلۍ کچه ۵۵.۴٪ وه خو اوس په هېواد کې د بېوزلۍ کچه ۴۷.۱٪ سلنې ته راټیټه شوې ده.»
د احصایې ملي اداره د نفوس دغو زیاتېدو ته اندېښمنه ده او وایي، که د نفوس زیاتوالی همداسې دوام وکړي نو په راتلونکې کې به عامه خدمتونو ته په لاس رسي او د ژوند په چاپیریال کې خلک له ستونزو سره مخ وي.
د دغه ادارې ویانده روبینا شهابي وایي، په چټکۍ سره د نفوس زیاتوالی د اندېښنې وړ دی، په وینا یې خلک اوسمهال د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ دي؛ د څښاک اوبه ککړې شوې دي او همدارنګه خلک روغتیایي او نورو خدمتونو ته په لاس رسي کې هم له ستونزو سره مخ کېدلای شي: «د څښاک اوبه کمې او ککړې دي که نفوس زیات شي نو دا یوه ستونزه ده، د فاضلابو سیستم نشته، د نفوس په زیاتوالی سره د ژوندانه چاپیریال هم تودیږي دا هم یوه ستونزه ده او که نفوس نور زیات شي نو روغتیایي او نورو خدمتونو ته به په لاس رسي کې هم خلک له ستونزو سره مخ شي.»
خو د اقتصاد وزارت ویاند وایي، چې سږ کال دوی هیله‌مند دي او داسې پلانونه هم لري چې په عملي کېدو سره به یې اقتصادي وده چټکه شي: «موږ لاهم د روان جنګي وضعیت او ناوړه شرایطو ښه کېدو ته په تمه یو او هیله من یو چې وضعیت به ښه شي او د وضعیت په ښه کېدو سره به د تېر کال په پرتله زموږ اقتصادي وده هم ښه شي.»
د نفوس د مدیریت لپاره کوم ګامونه اخیستل شوي دي؟
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالصبور نریمان وایي، دوی له تېر کال راهیسې د نفوس په ملي پالیسۍ کار کوي او د دغې پالیسۍ په بشپړېدو سره به هم نفوس کنترول شي او هم به شته نفوس په مؤلد نفوس بدل کړي او له شته نفوس او امکاناتو به د اقتصاد د پیاړوتیا لپاره کار واخلي:« د اقتصاد وزارت تېر کال د نفوس په ملي پالیسۍ کار کړی دی او کله چې دا د کابینې له خوا پاس شي نو موږ کولای شو چې د نفوس په کنترول کې د پام وړ ګامونه اوچت کړو، سربېره پردې چې حکومت باید دنفوس د کنترول لپاره پلانونه او پروګرامونه ولري نو خلک هم باید د کورنۍ د تنظیم پلان او پروګرام ولري.»
د نفوس شمېرنې اونویوزېږېدلو ماشومانو د ثبت لپاره کومې کړنلارې کارول شوې او څومره کره دي؟
د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ویانده روبینا شهابي وایي، په نړۍ کې د نفوس د شمېرنې لپاره له څلورو طریقو څخه کار اخیستل کېږي چې افغانستان هم یوه له هغو چې په ډېرو هېوادونو کې کارول کېږي، کارولې ده:« په نړۍ کې د نفوس د شمېرنې لپاره له څلورو طریقو کار اخیستل کېږي، یوه یې د کامل نفوس شمېرل او کور په کور ګرځېدل، دوهمه یې د مړینو او زېږېدنو، کډوالۍ او داسې نورو حیاتي پېښو ثبتول، درېیمه یې د موډلینګ طریقه ده او په هغه کې له GIS ټکنالوژۍ کار اخلي او څلورمه یې بیا چې د احصایې ملي اداره هم له هغه کار اخلي ریاضیکي طریقه ده چې ورته اکسپانشیل یا توان لرونکې هم ورته وایي، چې د نړۍ پرمختللي هېوادونه سره له دې چې جنګ او جګړې پکې نشته خو له دغه طریقې کار اخلي او هر کال پکې کور په کور سرشمېرنه نه کېږي.»
د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ویانده وایي، دا یوه علمي او په فورمولونو ولاړه طریقه ده او پایلې یې واقعیت ته ډېرې نږدې دي:« دا یوه واقعي او علمي کړنلاره ده او په کره او دقیقو فورمولونو ولاړه ده نو ځکه په ډېرو هېوادونو کې ترې کار اخیستل کېږي او پایله یې هم واقعیت ته ډېره نېږدې ده، خو د فیصدۍ په اړه یې چې څو فیصده ده څه نه شم ویلای هغه باید زموږ تخنیکي همکاران ووایي خو زه وایم چې دا یوه ښه او صحیح طریقه ده.»
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د حیاتي احصایې آمر ډاکټر خالد اکرام هم د هغه سروې ګانو د کره والي په اړه ډاډه دی چې د نویو زېږېدلو ماشومانو د ثبت په اړه ترسره شوې او د هغه پربنسټ اوس وایي چې په کال کې په ټول هېواد کې تر دوه میلیونه ماشومان پیدا کېږي چې ۵۰ سلنه یې ثبتیږي.
ډاکټر اکرام وایي، د نویو زېږېدلو ماشومانو د ثبت په اړه د ترسره شویو سروې ګانو په کره والي ۹۵ سلنه باور لري:« تر ډېره موږ باوري یو چې دغه ارقام دقیق دي، په اول کې چې سروې پیلیږي نو ۹۵ سلنه په نظر کې نیول کېږي نو موږ هم ۹۵ سلنه باوري یو چې دا ارقام دقیق دي.»
د نفوس د چټکې ودې په اړه په داسې حال کې اندېښنې راپورته کېږي چې اوسمهال هم د هېواد ډېر ځوانان د جګړو، بېکارۍ او بېوزلۍ له کبله په قاچاقي او خطرناکو لارو د ژوند په بیه نورو هېوادونو ته سفرونه کوي چې ډېر کله یوه هوسا ژوند ته د رسېدو پرځای د سفر پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA