په افغان سوله کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د کندهار، لښکرګاه او هرات پر ښارونو د دولت وسلهوالو مخالفانو تر بریدونو او پر یو شمېر سیمو د هغوی تر ولکې وروسته په داسې حال کې چې د جګړې مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی، وايي په وروستیو اوونیو کې ځینو نسبي پرمختګونو هغوی یو څه زړور کړي او له همدې کبله ده چې له ذهني پلوه ځان هدف ته نېږدې ويني او په واک کې د ډېرې لویې برخې د ترلاسه کولو په لټه کې دي.
د خلیلزاد دا خبره دا معنا هم ښندي چې د دولت وسلهوال مخالفان ښايي تر دې وروسته په اسانۍ د خبرو اترو مېز ته راونهګرځي. دا بیا هغه خبره ده چې یوه اوونۍ وړاندې د پاکستان صدراعظم هم کړې وه او ويلي وو، اوس دا سخته شوه چې طالبان دې څوک په اسانۍ د خبرو مېز ته کېنوي.
د خلیلزاد خبرې که څه هم په ښکاره یو څه هیله بښونکې ښکاري، خو په دې برخه کې د هغه په تېره بیا د متحده ایالاتو نرم او له تمکین څخه ډک چلند، خلک د وضعیت په نسبت له ابهام سره مخ کوي. خلک پوښتي چې په افغانستان کې روانې جګړې کله مشروعیت درلود چې اوس يې دی د غیرمشروعیت په اړه غږېږي او ګواښ کوي که طالبان د زور له لارې واک ته د ځان رسولو هڅه وکړي، نو په رسمیت به ونهپېژندل شي.
عمومي باور دا دی، که امریکا د طالبانو وروستیو اقداماتو حیرانه کړې وي، نو بیا ولې په افغانستان کې د سولې لهپاره د دغه هېواد هڅې پیکه شوې او غوڅ دریځ نهلري.
علاوه پر دې خلیلزاد هغه امریکايي مامور دی چې کابو دوه کاله یې په پرله پسې توګه له طالبانو سره خبرې وکړې او هوکړې ته ورسېد، خو د افغانانو لهپاره د دغه امریکايي ډیپلومات هڅو رنګ رانهوړ. پوښتنه دا ده چې دغو هڅو ولې نتیجه ورنهکړه؟ ستونزه چېرته وه؟ آیا داسې خو به نهوي چې د پردې ترمخې او شاته خبرې سره توپیر ولري؟
په ورته وخت کې پوښتنه دا ده چې خلیلزاد څرنګه د امریکایانو په ګټه په خپل ماموریت کې بریالیتوب ته رسېږي، خو د افغان ولس لهپاره حتا لومړني او ابتدايي ګامونه هم نهاخیستل کېږي.
په هرحال د افغانستان موجوده وضعیت ته په پام چې جګړې په کې اوج ته رسېدلې او عام ولس په کې قرباني کېږي، ایا هغه وخت نهدی رارسېدلی چې د دغې جګړې د درولو لهپاره په کور دننه او بهر لاسونه وغځېږي او که څنګه؟
په ټوله کې د دغې جګړې په درولو کې د امریکا او نړیوالې ټولنې مسوولیت دی؟ آیا امریکا په افغانستان کې د سولې ټینګښت او جګړې د درولو په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی او که په بېدریغه او بېړنیو اقداماتو او پرېکړو سره یې دغې جګړې ته لا نور هم پوکی ورکړی دی؟
لنډه دا چې د افغانستان کشاله د جګړې له لارې نهشي حل کېدای، خلک له امریکا او نړیوالې ټولنې هیله لري چې روانې جګړې ته د حل منطقي لاره ومومي او د جګړې له ښکېلو غاړو هم هیله کېږي چې شخصي تربګنۍ او غوښتنې څنګ ته کړي او د خبرو اترو له لارې د روانې جګړې د پای ته رسولو کوښښ وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ