تسيره شپه د هرات ښار اوسېدونکي د شپې په تیاره کې د خپلو کورونو بامونو ته وختل او د الله اکبرو نارو په ویلو سره یې له یوې خوا له افغان امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، او له بلې خوا یې د طالبانو له خوا پیل شوې جګړه او تاوتریخوالی محکوم او په نهایت کې یې د جګړې د بندولو غوښتنه وکړه.
د هرات خلکو دا کار له بېلابېلو اړخونو د اهمیت وړ دی. د منقدینو په بارو دا غږونه او حرکتونه نهیوازې په عمومي کچه د ملي روحیې د پیاوړي کېدو سبب کېږي، بلکې وسلهوالو ډلو او لوریو ته دا پیام هم رسوي چې ولس له موجوده وضعیت او جګړو څخه په ټینګه ستړی شوی او هر هغه څوک چې دغه اور ته تر دې زیاته لمن ووهي، نو په یوه غږ او اواز به یې پر وړاندې ودرېږي.
له بل لوري دا حرکتونه او غږونه دا پیغام هم له ځانه سره لېږدوي چې د جنګ عناصرو منترونه او توطیې نور چورلټ له کاره لوېدلې دي او د بېاتفاقۍ او ځانځانۍ لمن په افغانستان کې د ټولېدو په حال کې ده.
له دې ور هاخوا، د دې حرکت یو اغېز به د سولې او خبرو اترو په بهیر باندې دا وي چې ښايي په دې برخه کې تر لویه بریده چټکتیا رامنځ ته شي، خو د منتقدینو په خبره د دغه اغېز او فشار د رامنځ ته کولو لهپاره اړینه ده چې دا اوازونه سراسري او هېوادني شي.
اوس چې افغان ولس د جګړې ضد غږ پورته کړی او ویل کېږي چې دغه غږونه به دوامدار وساتل شي، پکار ده چې نړیواله ټولنه هم د دغو حرکتونو او غږونو پر وړاندې خپل مسوولیتونه ترسره او د افغانستان ترڅنګ ودرېږي او د هغې جګړې او جنایتونو مخه ونیسي چې د سون توکي یې افغانان دي.
امریکا چې د نړیوالې ټولنې په سر کې واقع کې ده او له کلونو کلونو راهیسې په افغانستان کې ښکېله ده، تر بل هر چا خورا زیات مسوولیت ور ترغاړې دی. که څه هم امریکایانو، انګریزانو او حتا اروپايي اتحادیې دا وروستۍ حملې او بریدونه غندلي دي، خو یوازې په غندلو باندې د دوی مسوولیت نهرفع کېږي، بلکې نړیواله ټولنه، امریکا، د اروپا اتحادیه او اسلامي هېوادونه باید د جګړې په ښکېلو لوري د پام وړ فشارونه وارد کړي؛ داسې فشارونه چې په نتیجه کې یې جګړه ودرېږي.
علاوه پر دې د نړیوالو ترڅنګ افغان حکومت او طالبان هم باید د ولس دا حرکتونه او غږونه جدي ونیسي، او د جګړې پر ځای د سولهییزو هڅو له لارې د جوړجاړي زمینه برابره او افغان وژنې ته د پای ټکی کېږدي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ