ads

د ارزګان خبریالان: ښکېل لوري مو بې طرفۍ ته نه پرېږدي

په افغانستان کې د تاوتريخوالي په زياتېدو او د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم په دغه هېواد کې د خبريالانو فعاليتونه هم له ګواښونو سره مخ شوي دي.

احسان الله ولسمل
5 زمری 1400
د ارزګان خبریالان: ښکېل لوري مو بې طرفۍ ته نه پرېږدي
په ارزګان کې يو د شمېر سیمه‌یيزو او نړيوالو رسنيو خبريالان وايي، افغان حکومت او وسله والو طالبان غواړي چې په خپل ګټه په رسنيو کې معلومات خپاره کړي.
په ارزګان کې ازاد خبريال حکمت الله حکيمي کليد ته وويل، ډېر وخت د دغو دواړو ډلو له خوا ورته د راپور جوړولو لارښووني کېږي.
هغه وايي، يو شمېر راپورونه چې افغان حکومت او يا هم وسله وال طالبان پکې ښکېل شي، تر نشر کولو وروسته د يادو ډولو له خوا ورته ستونزې جوړېږي.
حکيمي پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ چې خبريالان بې طرفه کار کولو ته پرېږدي.
هغوی د خبريالانو د ملاتړ بنسټونو، نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د خبريالانو ياده ستونزه حل کړي.
حکيمي وويل: «ډېر ځله موږ ته د افغان حکومت او وسله والو طالبانو لخوا په اساسي مسايلو کې په غيري مستقيم ډول ګواښ شوي دی.
دغه دواړې ډلې هڅه کوي چې په خپله ګټه خبرونه او راپورونه خپاره شي.»
په ارزګان کې د خبريالانو د خونديتوب ولايتي مسول نجيب الله لطيف هم په دې اړه اندېښنه لري او وايي، نه یوازې خبریالان تر فشار لاندې دي، بلکې هغه سیمې چې د طالبانو تر واک لاندې دي، هلته رسنۍ په مکمل ډول تړل شوي دي.
لطیف زیاته کړه: «موږ پر نړیوالې ټولنې، وسله والو طالبانو، افغان حکومت او د خبریالانو پر ملاتړو بنسټونو غږ کوو چې د خبریالانو ملاتړ دې زیات شي، د رسنیو اقتصاد، معنوي او په ټولو برخو کې دې ملاتړ وشي، څو د بیان ازادي لا نوره هم پیاوړې شي.»
په دي ورستيو کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنک وزارت چارواکو په يوې خبري غونډه کې له رسنيو څخه غوښتنه وکړه چې د رسنيو د قانون په رڼا کې دي خبرونه خپاره کړي.
دارزګان د والي وياند احمدشاه ساحل دا رده وي چې په ارزګان کې دې حکومت د خبريالانو د کار په برخه کې ستونزې جوړې کړې وي.
ساحل وايي، تراوسه هېڅ داسې اسناد نه دي موجود چې خبريالانو ته دي د چارواکو له خو لارښوونه شوې وي، چې د هغويي په ګټه خبرونه خپاره کړي.
ساحل وويل: «دبیان ازادي د حکومت له مهمو لاسته راوړنو څخه ده. موږ دغه ډول خبرې په کلکه رده وو، هېڅ کله حکومت د کوم خبريال څخه غوښتنه نه ده کړې چې تاسو د حکومت په ګټه خبرونه نشر کړئ.»
د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم دا خبرې رد کړې او وايي، دوی هېڅکله هم خبریالان نه دي تهدید کړي او دا پړه یې پر افغان دولت واچوله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA