ads

په جلال اباد کې چاودنې د یو پولیس ژوند واخیست

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د اتمې حوزې د پولیسو پر رنجر موټر ماین چاودنه کړې.

محمدخان بریال
28 غویی 1400

هغه زیاتوي، په دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
د فرید خان په وینا، د پېښې په تړاو د دوی پلټنې روانې دي.
خو عینې شاهدانو بیا کلید ته ویلي چې په دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی، یو پولیس او یو ملکی وګړی پکې پټیان شوي دي.
د دې چاودنې مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA