ads

د غزې زرګونه کسان له خپلو مېنو بې ځایه شوي

ملګري ملتونه خبر ورکوي چې پر غزې د اسراییلو د بریدونو له امله د دې سیمې زره ګونه کسان د خپلو اصلي مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

محمدخان بریال
28 غویی 1400
د غزې زرګونه کسان له خپلو مېنو بې ځایه شوي

د دغه سازمان د شمېر له مخې، تر اوسه ۳۸ زره کسان اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي او کډوال شي.
په دغو کسانو هغه ۲۵ زره کسان هم شامل دي چې د اسراییلو له لوري یې کورونه ویجاړ شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې له کډوالو سره یې د مرستو لړۍ پیل کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو اتو ورځو راهیسې پر غزې د اسراییلو بریدونه دوام لري.
د دغو بریدونو له امله تر اوسه ۱۸۱ فلسطینیان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې حماس ډلې اعلان کړی چې په تېرو ۱۲ ساعتونو کې د دوی له لوري پر اسراییلو ۱۹۰ راکیټونه ویشتل شوي چې درنه مرګ ژوبله پکې رامنځته شوې ده.
تر دې وړاندې هم د حماس ډلې په توغندویي بریدونو کې ګڼو اسراییلیانو ته د مرګ ژوبلې ادعا شوې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA