ads

سږ کال به د هلمند د شفتالو حاصلات ۱۹۸۰ مټریک ټنه وي

د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د شفتالو حاصلات ډېر شوي او د کیفت له پلوه هم ښه ارزول شوي دي.

محمدخان بریال
14 غویی 1400
سږ کال به د هلمند د شفتالو حاصلات ۱۹۸۰ مټریک ټنه وي

د افغانستان د کرنې وزارت د سه شنبې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې وایي، د هلمند پر ۱۳۲ هکټاره ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوي چې سږ کال به یې حاصلات ۱۹۸۰ مټریک ټنه وي.
د سرچینې په وینا، بزګرو ته عامه پوهاوی ورکول، د ناروغیو مخنیوی، ښه هوا او له بڼونو څخه په فني توګه څارنه او ساتنه هغه عوامل دي، چې د دغه ولایت د شفتالو حاصلات زیات شوي او پر وخت بازار ته وړاندې کولو ته چمتو شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د هلمند د کرنې اداره هلې ځلې کوي چې د یاد ولایت کورني محصولات پیاوړي کړي، بزګر په پښو ودروي او د کرنیزو محصولاتو د کمیت او کیفیت کچه لوړ کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA