ads

په هلمند کې سږکال په زرګونه جريبه ځمکه غنم کرل شوي دي

هلمند کې چارواکي وايي، په دغه ولايت کې په زرګونه جريبه ځمکه غنم کرل شوي دي چې سږکال د نورو کلونو په پرتله يې کښت ښه دی او مرضونه يې نه دې کړي.

حضرت محمد روحاني
4 غویی 1400
په هلمند کې سږکال په زرګونه جريبه ځمکه غنم کرل شوي دي

بزګز بیا له حکومت غواړي چې نورو هیوادنو ته د غنمو له لېږد څخه مخنوي وکړي.

هلمند چې د هېواد په جنوب کې د پروت ولایت دی ۸۰ سلنه خلک يې په کرهنه او مالدارۍ بوخت دي.

خوسږ کال په هلمند کې کروندګر وايي، د غنمو کښت يې خورا ښه دی او د مرضونو څخه پاک دی.

بزګران وايي؛ که څه هم دولت ورسره د کرکېلې په برخه کې داسې خاصه مرسته نه ده کړې؛ خو سږکال د نورو کلونو په پرتله د غنمو حاصلاتو ته زياته هېله‌مند دي.

دغه کروندګر وايي، سږکال په دې ولایت کې دغنمو بیه لوړې شوي؛ خو دوی له حکومته غواړي چې نورو هېوادونو ته د غنمو صاداراتو مخه ونیسي.

«سږکال زموږ غنم زيات ښه دي موږ زيات ورته خوشحاله يو دولت زموږ سره د کرنې په برخه کې مرسته نه ده کړې»

«زموږ غوښتنه د حکومت څخه داده چې نورو هېوادنو ته د غنمو له صاداراتو مخنیوی وکړي، ځکه سږکال یو من غنم په ۲۵۰افغانۍ وه»

بلخوا بیا د هلمند د کرنې او مالدارۍ رییس زلمی الکو وايي، دوی له هغو کروندګرو سره د روزنې ترڅنګ اصلاح شوې تخمونه هم ورکړې دي چې  هغوي په خپلو ځمکو کې غنم کرلي دی.

الکو زیاتوې سږکال دغنمو کښتونه کوم ناروغۍ نه ده کړې د ده په خبره چې په دغه کال کې به په دې ولایت کې د غنمو حاصلات څو برابره زیات وي.

 «سږکال په هلمند کې  په زرګونه جريبه ځمکه باندې غنم کرل شوي دي چې سږکال د نورکلنو په پرتله یې حاصل ډېر ښه دی او مرضونو څخه خلاص دی، زه تمه لرم چې دغه کال کې به دغتمنو حاصلات څو برابره زیات وي»

د یادلو ده تېر کال هم په دې ولایت کې پر زرګونه هکتاره ځمکه غنم کرل شوي وو، چې حاصلاتو ته تر رسېدو وروسته د یو شمېر مرضونه له امله ګروندګرو په کې زیان کړی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA