د ياد وزارت وياند ګران هېواد کليد ته وويل، يادو هېوادونو له طالبانو غوښتنه وکړه چې د استانبول سولې په ناسته کې دې ګډون وکړي.
هغه زياته کړه، د يادو هېوادونو بهرنيو چارو وزیرانو په افغانستان کې سوله او ثبات د سيمې سولې او ثبات په مانا وبلله.
هېواد وويل:
« د افغانستان، ترکیې او پاکستان د بهرنيو چاور وزیرانو ترمنځ په درې اړخیزه ناسته کې د طالبانو لهخوا د سولې خبرو د بيا پيل او په هېواد کې د دايمي اوربند پر ټينګښت ټينګار وشو او له طالبانو غوښتنه وشوه چې بېرته دې د خبرو مېز ته راوګرځي.»
خود چارو شنوونکي بيا په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.
د سياسي چارو شنوونکی امينالله شارق وايي، هڅې روانې دي چې طالبان د استانبول سولې په ناسته کې ګډون وکړي او په همدې هدف د يادو هېوادونو بهرنيو چارو وزیرانو ترمنځ دا غونډه جوړه شوې وه.
هغه زياته کړه، د سيمې هېوادونه بیا په ځانګړي ډول پاکستان پر طالبانو خپل نفوذ لري او که دوی وغواړي کولی شي طالبان وهڅوي چې د د استانبول سولې په ناسته کې ګډون وکړي، خو که همکاري ونهکړي، نو دا ستونزمنه وي.
د شارق په خبره، تېر تاريخ ته په کتو پاکستان د سولې په پروسه کې صادقانه رول نهدی لوبولی، خو اوس تمه شته چې دوی صادقانه عمل وکړي.
هغه وويل:
« د سيمې هېوادونه بیا په ځانګړي ډول پاکستان پر طالبانو خپل نفوذ لري او که دوی وغواړي کولی شي طالبان وهڅوي چې د د استانبول سولې په ناسته کې ګډون وکړي، تمه شته چې دوی دا کار وکړي.»
د چارو بل شنوونکی داوود مايار بيا د سولې په پروسه کې د ترکیې نقش مهم بولي او ټينګار کوي، ترکیه نړيوال ملاتړ له ځانه سره لري او د دوی پر وړاندې حساسيتونه د نورو هېوادونو په پرتله کم دي.
مایار د يادو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو د درې اړخیزې ناستې ګډې اعلامیې مواردو ته په اشارې وويل، هر توافق نظري او عملي بڼې لري چې په خبره یې عملي بڼه یې مهمه ده او د دې لپاره بايد اجرايي ضمانت موجود وي.
د هغه په خبره، تمه لري چې ترکيه به دا هر څه ښه مديريت کړي.
مایار وويل:
«ترکيه د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولی شي، ځکه ترکیه نړيوال ملاتړ له ځانه سره لري او د دوی پر وړاندې حساسيتونه د نورو هېوادونو په پرتله کم دي.»
ټاکل شوې وه چې د استانبول سولې ناسته د اپرېل پر ۲۴مه وشي، خو په دې ناسته کې د طالبانو د نهګډون له امله بيا دا ناسته د کوچني اختر تر پايه وځنډول شوه، د دې ناستې کره نېټه او پهکې د طالبانو د ګډون موضوع لاهم نهده روښانه شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ