ads

د نجونو زده کړو اتل میاخان اکا په نوم ښوونځی جوړېږي

د پکتیکا پوهنې ریاست تدریسي مرستیال صالح محمد ظفر وايې، پوهنې وزارت د میاخان اکا د اتلولۍ له امله له هغه سره په خپل کلي کې د ښوونځي د جوړېدو ژمنه کړې وه او له نیکه مرغه چې دا کار يې نن وکړ.

خیرالدین ذکي
30 وری 1400
د نجونو زده کړو اتل میاخان اکا په نوم ښوونځی جوړېږي
هغه وویل، د ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ پر جوړېدو سربېره به د زده کوونکو ټولو غوښتنو او ستونزو ته رسیدنه کېږي او د زده کړیز بهیر د ښه والي په موخه به ورته اړیني اسانتیاوي برابرېږي.
«د پوهنې وزارت له ژمنې سره سم مو کار وکړ، سیمې ته راغلو او د نوي ښوونځي د جوړیدو چارې مو په عملي ډول درته پیل کړې، په ودانۍ سربېره د کتابونو، قرطاسیې او نورو برخو کې درسره هر اړخیزه همکاري کوو.»
د ښرنې اړوند د ډنډک کلي اوسېدونکي او د نجونو د زده کړو اتل میاخان اکا کلید سره په خبرو کې وویل، یوازینۍ هیله يې پخپل کلي د خپلو لوڼو سربېره د نورو ټولو نجونو لپاره د ښوونځي جوړېدل وو.
نوموړی څرګندوي، د ښوونځي پر ودانۍ جوړېدو سربېره دي د ښوونکو او نورو اړینو تجهیزاتو لپاره هم ورته کار وشي تر څو له زده کړو سلګونه بې برخې نجونې په زده کړو سمبال شي.
«زموږ د سیمې زیات شمېر ماشومان له زده کړو بې برخې دي، له مسولینو مننه چې زموږ هیله يې پوره کړه او د ښوونځي ودانۍ راته جوړوي، په دې سربېره دي مسلکي ښوونکي راته وګماري، زه خوښ یم چې زما په نوم ښوونځي راته جوړوي، غوښتنه مو داده چې ودانۍ په ښه کیفیت جوړه شي.»
د کوچي مېشتې ډنډک کلي ځايې اوسېدونکي وايي، د میاخان اکا په ګډون ډېری کسان غواړي په خپلو اولادنو زده کړې وکړي، خو دا مهال په دې سیمه کې هېڅ ښوونیز مرکز شتون نه درلود.
دوی وویل د نوي ښوونځي په جوړیدو سره به په زیات شمېر کې نجونې او هلکان له زده کړو برخمن شي او راتلونکی به يې روښانه وي.
 «موږ کوچي قومونه دا ژمنه کوو چې له دې وروسته به په هیڅ صورت خپل اولادونه له زده کړو بې برخې نکړو، نن ډېره د ویاړ خبره ده چې له ټولو اسانتیاوو بې برخې سیمه کې ښوونځي جوړیږي او د ماشومانو د روښانه راتلونکي په موخه ګام اخیستل کېږي.»
د ملا معصوم په نوم یو کس وايې د میاخان اکا د اتلولۍ له برکته نن په یوه لیرې پرته او له ټولو اسانتیاوو بې برخې سیمه کې مجهز ښوونځی جوړیږي چې په خبره يې دا څه به د زیات شمېر ماشومانو د زده کړو پیل وګرځي.
« نن زمو په کلي کې د میاخان په نوم د ښوونځي ودانۍ پرانېسته وشوه، زموږ کوچیان وروڼه په دې کار ډېر خوښ دي او له دې وروسته ته به ټول هڅه کوي چې خپل اولادونه زده کړو ته ولیږي او ورځ تر بلې به وضعیت ښه کېږي.»
یاده دي وي چې د مرکز ښرنې ختیځ لور اوه کیلو میټرۍ کې د پراته ډندک کلي ډېری اوسیدونکي کوچیان دي، د دوی له منځه يې میاخان اکا ۱۲ کیلو متره لیرې ښوونځي ته د خپلو درنو لوڼو په تګ سره ډیر شهرت پیدا کړ او د ده د اتلولۍ له برکته نن په خپل کلي کې ورته د نوي ښوونځي د ودانۍ چارې پیل شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA