ads

په ننګرهار کې د خبریالانو پر وړاندې امنیتي ګواښونه

ننګرهار کې د خبریالانو پر وړاندې امنیتي ګواښونو د دوی اندېښنې زیاتې کړې دي.

محمدخان بریال
17 کب 1399
په ننګرهار کې د خبریالانو پر وړاندې امنیتي ګواښونه

خبریال ایمل ظاهر وایې، د نورو ولایتونو په څېر ننګرهار کې هم د خبریالانو پر وړاندې امنیتي ګواښونه زیات شوي چې له امله یې دوی په کاري چاپېریال کې د خوندیتوب احساس نه کوي او لازمه ده چې مسولې ادارې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
«تېره اوونۍ چې ننګرهار کې د یو خصوصي تلویزیون درې ښځينه کارکوونکې ووژل شوې او بیا د ښار په منځ کې دې حالت مونږ اندېښمن کړي یو او د ځان دخوندیتوب احساس نه کوو.»
یو بل خبریال عبدالحق عمري بیا د دې ولایت پر امنیتي ادارو نیوکه کوي او وایي، تراوسه یې د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې هغسې چې لازمه ده پام نه دی کړی.
نوموړی واېې، نه یوازې ننګرهار کې خبریالان د امنیتي ننګونو سره مخ دي بلکې د پخوا په پرتله یې مالومات ته لاسرسی هم سخت شوی دی.
«نه یوازې چې دلته امنیتي ګواښونه د خبریالانو پر وړاندې شته بلکې خبریالانو ته په وخت مالومات هم نه ورکول کېږي، زمونږ غوښتنه دا ده چې خبریالانو ته دې په کاري برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.»
په همدې حال کې د افغانستان د ژورنالیستانو د دفاع کمیتې مسول عبدالمعید هاشمي وایې، د پخوا په پرتله د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی.
د هاشمي په وینا په تیرو دولس اوونیو کې په ټول افغانستان کې د رسنیو لس کارکوونکي وژل شوي چې دا حالت دوی ته د منلو وړ نه دی.
«په تیرو ۱۲ اوونیو کې د رسنیو لس کارکوونکي وژل شوي او دا ارقام د تیر په پرتله زیات دي زمونږ غوښتنه له حکومت او ښکیلو اړخونو دا ده چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي او دوی دې خپل هدف نه ګرځوي.»
ننګرهار کې وروسته له هغې د خبریالانو اندېښنې زیاتې شوې، چې تیره اوونۍ جلال اباد ښار کې د یو خصوصي تلویزیون درې ښځینه کارکوونکي په دوو جلا جلا پېښو کې ووژل شوې.
چې له همدې امله د یادې رسنۍ یو شمېر کارکوونکو د امنیتي تهدیدونو له امله استعفاوې هم وکړې.
خو وروسته د ولایت د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې همدغو خبريالانو له ننګرهار والي سره په يوه ځانګړې ناسته کې خپلې امنيتي اندېښنې شريکې کړي او د ننګرهار والي له لورې د امنيتي تدابيرو له ډاډ ورکولو ورسته خبريالانو خپلې استعفاوې بېرته اخیستي او ژمنه يې وکړه، چې په عادي شکل به خپلو دندو ته دوام ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA