قومي مشرانو توريالي منګل او قاضي احمد ببرکزي وويل چې د خپلو خلکو او ولس پر مټ به د نظامي او امنيتي ځواکونو او جمهوريت ساتنه او ملاتړ کوي.
هغوی پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ، چې له جګړې دې لاس واخلي او ژر تر ژره دې اوربند ته زمینه برابره کړي.
توريالي منګل: «موږ د خوست ولسونه له نظام څخه پدې خاطر ملاتړ کوو، چې موږ د نظام د نشتون ترخې خاطرې تجربه کړې، وینه توییدنه یې لیدلې، پس نه غواړو چې هغه بیا راباندې تکرار شي.»
قاضي احمد ببرکزی : «که چیرې موږ اوسنی نظام او جمهوریت له لاسه ورکړو، دا پدې معنی ده چې موږ به له اوسني حالت بیرته پنځوس کاله په شاه شو، د لویې پکتیا ولسونه به ترنهایت هڅه کوي، چې موجوده جمهوریت له لاسه ورنکړو.»
ددې ولايت یو بل قومي مشر رسول محمد تڼي هم ورته څرګندونې وکړې او د جګړې له ښکېلو اړخونو يې د مذاکراتو په ټپه ولاړ حالت د بیرته پيل او د اوربند غوښتنه وکړه.
هغه دنظامي ځواکونو او اوسني نظام په تړاو وویل مشران او سیاسون به بدلیږي رابدلیږي، خو دا ځواکونه به ځکه پخپل ځای پاتې وي، چې دا د قلمرو، جعرافیې او خلکو ساتونکي دي:
«افغان نظامي ځواکونه له ولس او خاورې دفاع کوي د بهرنیو د یرغل پروړاندې ولاړ دي، نو پکارده چې هم یې ملاتړ وشي او هم یې ولسونه ستاینې وکړي.»
مدني فعالې زینب افغان وويل په روانه جګړه کې تر ډېره زیان افغان میرمنو ته رسېدلی چې هره ورځ يې له کورونو جنازې وځي او میرمنو ته د بسته فامیل سرپرستي ور دغاړې کېږي.
هغه له ښکېلو اړخونو د اوربند او د مذاکراتو د ښې پآیلې د راڅرګندېدو هیله ښکاره کوي:
«په اوس وخت کې حالت ډير کرکېچن شوي او ورځ او تربلې لا هم خرابیږي، پدې جګړه کې ترټولو ډيره قرباني میرمنې ورکوي، ځکه که جنازه پورته کیږي، خو دمیرمنې زوی، خاوند او ورور به وي، چې وروسته ورته د ټول فامیل سرپرستي ور دغاړې کیږي.»
راټولو شوو ګډونوالو له افغان حکومت هم غوښتنه وکړه، چې په مذاکراتو کې دې له شخصي ګټو او له ځاني غوښتنو تېر شي.
ددوی په خبرو افغان سیاسون، نظامي مسولين او د واک پر ګاډۍ ناست چارواکي هم پخپل منځ کې د سولې په تړاو همغږي نلري او يو دليل دا هم کیدای چې د واحد نظر نه درلودو له کبله د سولې مذاکرات له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي.