ads

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۴۷۱زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۲۷ میلیونه ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر ۴۷۱ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

شمس الرحمن شمس
23 سلواغه 1399
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۴۷۱زره واوښت
امریکا

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۰۷ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه او ۳۰۰ زره ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.

په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۹۲ زره او ۳۳۸ تنو ته رسېدلی دی.

د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۳۴زره او ۸۵۰، په مکسیکو کې ۱۶۹زره او ۷۶۰، په هند کې ۱۵۵زره او ۲۵۲، په بریټانیا کې ۱۱۵ زره او ۶۲، په ایران کې ۵۸ زره او  ۶۸۶ او په پاکستان کې ۱۲ زره او ۱۲۸ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA