ads

د کورنیو چارو وزارت د درېیو ولایتونو قوماندانان بدل کړل

په کابل او د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې د ناامنيو له زياتو سره هم‌مهاله د کورنيو چارو وزارت د کابل، هرات او ننګرهار ولايتونو لپاره نوي امنيه قوماندانان وټاکل.

شمس الرحمن شمس
23 سلواغه 1399
د کورنیو چارو وزارت د درېیو ولایتونو قوماندانان بدل کړل

جمشيد توتاخېل د کابل، جمعه ګل همت د ننګرهار او غلام سنایي ستانکزی د هرات نوي امنيه قوماندانو په توګه وټاکل شول، د چارو شنونکي بیا په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي، جمشيد توتاخېل د کابل، جمعه‌ ګل همت د ننګرهار او غلام سنایي ستانکزی د هرات نوي امنيه قوماندانو په توګه ټاکل شوي دي.

دی زیاتوي جمشيد توتاخېل تر دې مخکې د کورنيو چارو وزارت له عمومي جرايمو سره د مبارزې رییس، جمعه ګل همت د کابل پخوانی قوماندان او سنایي ستانکزی بيا د پروان امنيه قوماندان و.

ارين کليد ته وويل:

«درېيو ولايتونو کابل، هرات او ننګرهار لپاره درې نوي قوماندان ټاکل شوي، حمشيد توتاخېل چې تر دې مخکې د کورنيو چارو وزارت له عمومي جرايمو سره د مبارزې رییس و، د کابل نوي امنيه قوماندان په توګه، د کابل پخوانی قوماندان جمعه‌الدين همت د ننګرهار ولايت قوماندان په توګه او د پروان پخوانی امنیه قوماندان غلام سنایی ستانکزی بيا د هرات نوي قوماندان په توګه ټاکل شوې دي.»

د چارو شنوونکي بيا د نوي قوماندانانو د ټاکل کېدو او پر روان امنيتي وضعيت یې د اغېزو په تړاو بېلابېل نظرونه لري.

د پوځي چارو شنوونکی يوسف امين ځاځی وايي، فکر نه‌کوي چې د دغو قوماندانو له تغيير او تبديل سره به امنتي وضعيت کې بدلون راشي او په خبره یې، لاسته راوړنې په پام کې نه‌نيول کېږي او ناکام څېرې له يوه ځايه بل ځای ته تبديلېږي.

دی زياتوي، د تغيير او تبديل پر ځای دې، په سيسټم کې اصلاحات رامنځ‌ته شي، په امنيتي سکټور کې دې لاس‌وهنې کمې او ترڅنګ یې قوماندانو ته صلاحيتونه ورکړل شي.

د ځاځي په خبره، په امنيتي سکټور کې له فساد سره مبارزه، قاطعيت او جديت او د ولسونو همکاري هغه څه دي چې کولی شي روان امنيتي وضعيت کنټرول کړي.

ځاځي کليد وويل:

«تغيير او تبديل خو په ادارتو يا حکومتوالۍ کې يو اصل دی، خو دلته متاسفانه ناکام کسان له يو ځای څخه بل ځای ته ټاکل کېږي، دلته لاسته رواړنې په نظر کې نه‌نيول کېږي، زه فکر نه‌کوم چې د دغو کسانو په ټاکل کېدو سره په امنيتي وضعيت کې بدلون راشي، د وضعيت کنټرول لپاره دې په سيسټم کې اصلاحات رامنځ‌ته شي، فساد سره دې مبارزه وشي، قاطعيت او جديت دې زيات شي او ترڅنګ یې بايد پياوړو قوماندانو ته واک او صلاحيت ورکړل شي.»

د چارو بل شنوونکی ګلاجان ساپی بيا وايي، د نوي قوماندانانو له ټاکل کېدو سره په امنيتي وضعيت کې يو څه بدلون راشي او خپلې اغېزې به ولري.

دی زياتوي، د قوماندانو له ټاکل کېدو مخکې بايد دې ټکو ته پام وشي چې ايا دا کسان د سوق او ادارې وړتيا لري او کنه او ترڅنګ یې د دوی تېر فعاليتونه هم بايد په پام کې ونيول شي.

ساپي د کابل نوي امنيه قوماندان ټاکل کېدو ته په اشارې وويل، جمشيد توتاخيل د کابل لپاره موثر دی او د کشفي برخې په شمول یې په بېلابېلو ارګانونو کې کار کړی دی.

ساپي کليد ته وويل:

«امنيتي مسوولينو بايد د نوي قوماندانو له ټاکل کېدو مخکې دا فکر کړی وی چې دا کسان ايا د سوق او ادارې وړتيا لري او په هغو ځاينونو کې یې چې کار کړی دی بريالي وو او کنه، خو زما په اند دا تغييرات او تبديلۍ تر يوه حده خپلې اغېزې لرلی شي او کېدای شي چې ورسره امنيتي وضعيت تر يوه حده کنټرول شي، د کابل لپاره جمشيد توتاخېل ښه انتخاب دی، ځکه نوموړي د کشفي ارګان مسوول پاتې شوی او په امنيه قوماندانۍ کې یې هم کار کړی دی.»

د کابل، هرات او ننګرهار ولايتونو لپاره په داسې حال کې نوي قوماندانان ټاکل کېږي چې د يو شمېر ولايتونو امنيتي وضعيت تر بل هر وخت نازک شوی او په کابل کې بيا د مقناطیسي ماينونو زيات‌والی، هدفي وژنې او جنايي جرايم بيا هغه څه دي چې ښاريان یې اندېښمن کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA