تېره ورځ د کابینې د پرېکړې له مخې په چنار ماڼۍ کې د باختر خزانې نندارتون جوړ شو.
له ارګه څخه په خبرپاڼه کې راغلي چې په نندارتون کې د کابینې یو شمېر غړو ، د ملي شورا، مدني ټولنې او رسنیو یو شمېر استازو برخه اخیستې وه او د باختر خزانه یې له نږدې څخه ننداره کړه.
د افغانستان موزیم رئیس محمدفهیم رحیمي د باختر خزانې د تاریخي شالید، د افغانستان پېژندنه کې د دغې خزانې د تاریخي او فرهنګي ارزښت او د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې نندارې ته د وړاندې کولو له لارې د ترلاسه شویو عوایدو په اړه د نندارتون ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
د یادونې وړ ده چې افغان حکومت د ولسي جرګې غړو او د هېوادوالو د اندېښنو ختمولو او ډاډ په هدف د باختر خزانې نندارتون جوړ کړ، ترڅو افغان ولس په دې برخه کې معلومات او ډاډ ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له ۱۳کالو وروسته د یادې خزانې په اړه نندارتون جوړیږي او خلکو ته په دې اړه معلومات ورکړل شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ