ads

جمهور رییس غني د اوزبیکستان له جمهور رییس سره په درېیو موضوعاتو خبرې وکړې

ارګ خبر ورکوي چې جمهور رییس محمد اشرف غني د اوزبیکستان هېواد له جمهور رییس شوکت میرضیایف سره د ټلیفون له لارې پر دوه اړخیزه اړیکو، د افغان سولې او سیمه اتصال په اړه خبرې وکړې.

شمس الرحمن شمس
23 سلواغه 1399
جمهور رییس غني د اوزبیکستان له جمهور رییس سره په درېیو موضوعاتو خبرې وکړې

خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا خبرې پرون شوي دي او دواړو لورو د مزار، کابل او پېښور اورګاډي پټلۍ د مطالعاتو پیل په اړه خبرې وکړې او دا یې د مرکزي او جنوبي اسیا د اتصال لپاره مهمه پروژه وبلله.

خبرپاڼه زیاتوي د دواړو هیوادونو مشرانو  همدرانګه د مرکزي او سویلي اسیا د اتصال بین المللي کنفرانس لپاره د تیاریو په اړه چې ټاکل شوې د افغانستان او اوزبیکستان د جمهور رییسانو په مشرۍ د روان میلادي کال په می میاشت کې په تاشکند کې جوړ شي، خبرې وکړې.

په ورته مهال د اوزبیکستان جمهور رییس شوکت میرضیایف وویل، هیواد یې لېوالتیا لري د نفتو او انرژۍ په برخو کې افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي او جمهور رییس غني د هغه د ښه نیت قدرداني وکړه

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA