ads

محب: طالبان دې د نورو بندیانو د خوشي کېدو تمه نه لري

د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د سویل ختیځ زون امنیتي حالت د ارزونې په هدف د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا پکتیا ته تللی و چې له امنیتي غونډې وروسته يې د سفر ځیني جزیات له خبریالانو سره شریک کړل.

خیرالدین ذکي
2 سلواغه 1399
محب: طالبان دې د نورو بندیانو د خوشي کېدو تمه نه لري
محب وویل، د هېواد نورو ولایتونو په پرتله سویل ختیځ زون کې امنیتي حالت د ډاد وړ دی چې په وینا يې د ډاډمن امنیت زمینه خپله خلکو برابره کړې او د امنیتي سرتیرو په لیکو کې په ډېري میړانې دندې ترسره کوي.
«له سفر څخه مو موخه د سویل ختیځ زون په کچه د والیانو، امنیه قومندانانو، اردو قومندانانو او د لوا قومندانانو او د امنیت رییسانو ګډه ارزونه وه ، د دې تر څنګ مو د دوی ستونزې واورېدې چې څه شي ته اړتیا ده. له نېکه مرغه دلته د سرتیرو مورال ډېر لوړ دی او له ټول زون څخه بې شمېره کسان په داوطلب ډول راغلي چې دا یو بې ساری ګام دی.»
حمدالله محب د خبرو په بله برخ کې وویل افغان حکومت د سولې راتلو په موخه د طالب وسلوالو پنځه زره بندیان خوشي کړل؛ خو له دې سره سره د هغه په ټکو وسله والو نه یوازې دا چې تاوتریخوالی کم نه کړ، بلکې خپلو بریدونو ته يې زور ورکړی دی.
نوموړی څرګندوي په هېواد کې د وسلوالو له لورې د هدفې وژنو او بریدونو ډېروالی دا په ډاګه کوي چې هغوی په افغانستان کې سولې ته ژمنتیا نه لري او د نورو هېوادونو په غوښتنه په افغانستان کې عامه شتمنۍ له منځه وړي .
«له وسلوالو طالبانو څخه د سولې یوه خبره نه اوریدل کېږي په داسي یو وضعیت کې د نورو بندیانو د خوشي کولو تمه باید طالبان ونه لري. د دې هېواد دفاع په موږ لازمي او حق دی، که چېرته طالبان سوله کوي زموږ پلاوی ورسره په خبرو کې بوخت دی، چېرته چې د تفاهم لاره خلاصه وي بیا څوک جګړه نه کوي، دوی د جګړې لپاره هیڅ مشروعیت نه لري، تاسو وینۍ چې طالب دلته هره ورځ نه یوازي دا چې افغانان وژني بلکه عامه شتمنۍ په خپلو بادارانو باندې تقسیموي او چور ته لاره هواروي، له افغانستان څخه وسلې او مهات وړي او هلته يې په پاکستان کې پلوري.»
پر همدې مهال د سویل ختیځ زون ځوانان وايې محب څو میاشتې وړاندې هم دې زون ته سفر کړی وو خو په قول يې هغه مهال يې چې ژمنې کړې وې تر دې دمه نه دي عملي شوې.
 هغوی وویل پخوا هم د دې زون د خلکو غوښتنه دا وه او اوس هم په همدې څه ټینګار کوي چې لېرې پرتو ولسوالیو ته دي تجهیزات ورکړل شي او په دې زون کې پرته قول اردو دي په هوايې ځواک سمبال شي.
«څو میاشتې وړاندې حمدالله محب پکتیا ته په سفر راغلی و چې د عامو ولسونو او امنیتي ارګانونو ستونزې يې واوریدې خو تر اوسه هغه ستونزې نه دي حل شوې، هغه مهال خلکو غوښتنه کړې وه چې لیرې پرتو ولسوالیو ته دي پرمختللې وسلې ورکړل شي او ۲۰۳ تندر قول اردو چې د زون په کچه فعالیت لري تر دې دمه هوايې ځواک نه لري، نن هم ورته همدا ستونزې او غوښتنې وړاندې شوې خو له څو میاشتو تېریدو سره سره دا هر څه په خپل حال پاتې دي.»
مرکر ګردیز ته له کابل څخه د راغلي پلاوي سره هم مهال په ټولنیزو رسنیو کې د پکتیکا او پکتیا امنیه قومندانانو د بدلون په اړه هم خبرونه خپریږي.
د پکتیکا امنیه قومندانۍ ویاند لعل محمد امیري کلید ته وویل په مرکز ګردیز کې له کابل څخه د راغلي پلاوي په امنیتي غونډه کې د پکتیکا امنیه قومندان له دې ولایت څخه پکتیا ته بدل شوی دی.
خو د پکتیا د امنیه قومندان د تبدیلۍ په اړه چې په ټولنیزو رسنیو کې يې پکتیکا ته د بدلون خبرونه خپریږي ، رسمي سرچینو څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA