له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې جمهور رییس غني د اروپایي ټولنې له سفیرانو سره پرون په ارګ کې ولیدل او دواړو لوریو د افغانستان لپاره د جینوا کنفرانس پر تعهداتو او د هغو پر عملي کولو بحث او خبرې وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي چې اروپایي ټولنې سفیرانو جمهور رییس غني ته د سولې خبرو په برخه کې د وروستي پرمختګ د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې دغه پرمختګونه باید اساسي مذاکراتو ته لار پرانېزي.
دغو سفیرانو همدارنګه په سولې مذاکراتو کې پرمختګ د سملاسي اوربند د ټینګښت لپاره مهم وباله او په ملي روغې جوړې عالي شورا کې یې د پرمختګونو هرکلی وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچیانو ترمنځ له درې میاشتو خبرو اترو وروسته دواړو لورو د بین الافغاني خبرو پر کړنلارې د هوکړې خبر ورکړ .