نوموړي دا خبرې د روسیې له ټلویزیون سره په مرکه کې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې روسیه په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د شتون پلوې وه او د دې مسلې په اړه یې د امنیت شورا پرېکړه لیکونو ته مثبته رایه ورکړې ده.
پوتین ټینګار کړی چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو پاتې کېدل اوس هم د مسکو د ګټو خلاف نه دي.
د روسیې جمهور رییس له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتلو ته په اشارې ویلي چې دغه بهیر ډېر ګواښونه رامنځته کړي دي.
د دې تر څنګ تېره اونۍ د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم په تازه څرګندونو کې وویل چې په افغانستان کې د ناټو سرتېرو شتون په شرایطو پورې تړلی دی.
روسیه او ناټو دا څرګندونې داسې مهال کوي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو له بهیر سره پر یو وخت تاوتریخوالی او پر افغان سرتېرو د طالبانو بریدونه تر بل هر وخت ډېر شوي دي.
اندېښنې دا دي چې که امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ووځي، یو ځل بیا به کورنۍ جګړې پیل شي او افغانستان به له تېر برخلیک سره مخ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ