ads

جمهور رییس غني: د مخالفینو پر وړاندې د افغان سرتېرو مبارزه مشروع ده

د ارګ له لوري تېره ورځ ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې جمهور رییس محمد اشرف غني تېر ماښام د افغانستان د هوایي ځواکونو د قول اردو لیدنه وکړه.

شمس الرحمن شمس
5 لړم 1399
جمهور رییس غني: د مخالفینو پر وړاندې د افغان سرتېرو مبارزه مشروع ده
د سرچینې په وینا،  جمهور رییس د یادې لیدنې پر مهال د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د افغان هوایي ځواک ظرفیت او مبارزه وستایله او هغوی ته یې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې جمهور رییس په همدې هدف په جوړ شوو مراسمو کې ژمنه وکړه چې د جګړې په لیکو کې د وژل شوو سرتېرو کورنیو ته به بشپړه پاملرنه کېږي.
نوموړي د افغان سرتېرو مبارزې ته په اشارې سره ویلي چې دغه مبارزه مشروع، برحقه، ملي او اسلامي ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA